ورزش

ایرلینډ د افغانستان پر وړاندې سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د ایرلینډ کرېکټ بورډ د افغانستان لوبډلې پر وړاندې د درې شل اوریزو، پنځه یو ورځنۍ او یوازیني ټیسټ سیالیو لپاره ۱۵-۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د ایرلینډ کرېکټ بورډ لخوا ویل شوي چې په شل اوریزو سیالیو کې به د ایرلینډ لوبډلې مشري پال سټرلینګ، او په یو ورځنیو او ټیسټ سیالیو کې د ګیري ویلسن په نه شتون کې به ویلیم پورټرفیلډ لوبډلمشري کوي.

https://twitter.com/Irelandcricket/status/1089924364060028929?s=19

ایرلینډ او افغانستان لوبډلې به له ۲۱ فبروري څخه سیالۍ پېل کوي، چې لومړی به درې شل اوریزې، پنځه یو ورځنۍ او په اخره کې یوازینۍ ټیسټ سیالۍ ترسره کړي، دغه لوبې به د افغانستان په کوربه توب د هند په دهرادون ښار کې ترسره شي.

د ایرلینډ شل اوریزو سیالیو لپاره اعلان شوې ملي لوبډله:

پال سټرلینګ (لوبډلمشر)، انډریو بلبیرني، پیټر چیس، ګورج ډوکریل، شین ګیټکیټ، جوش لیټل، انډیو میکبراین، کیون اوبراین، سټارټ پواینټر، بويډ رینکن، جیمس شینون، سیمي سینګ، هیري ټیکټر، سټارټ تومپسن او لورکن ټکر شامل دي.

د یو ورځنۍ سیالیو لپاره:

ویلیم پورټرفیلډ (لوبډلمشر)، پال سټرلینګ، انډریو بلبیرني، جیمس کیمرون ډاو، بیري میکارتي، جیمس میکولم، ټیم مورتاغ، پیټر چیس، ګورج ډوکریل، انډیو مکبراین، سټارټ پواینټر، بويډ رینکن، جیمس شینون، سیمي سینګ، او لورکن ټکر شامل دي.

د یوازینۍ ټیسټ لپاره:

ویلیم پورټرفیلډ (لوبډلمشر)، انډریو بیلبرني، جیمس کیمرون ډاو، ګورج ډوکرل، انډریو مکبراین، بیري میکارتي، جیمس میکولم، ټیم مورتاغ، کیوین اوبراین، سټارټ پواینټر، بویډ رینکن، سیمي سینګ، پال سټرلینګ، سټارټ تومپسن او لورکن ټکر شامل دي.

یاده دې وي چې د افغانستان ملي لوبډله دا مهال د هند په بنګلور ښار کې په تمریناتو بوخته ده او لا تر دې دمه یې د یادو سیالیو لپاره لوبډله نه ده اعلان کړې.

د سیالیو جدول:

په ۲۱، ۲۳ او ۲۴ فبروري به درې شل اوریزې سیالۍ ترسره شي.

په ۲۸ فبروري، ۲، ۵، ۸ او ۱۰ مارچ به پنځه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شي.

یوازینۍ ټیسټ لوبه به له ۱۵ څخه تر ۱۹ مارچ ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x