نړۍ

عمران خان: د ولسي او سوداګريزو اړيکو لپاره تورخم دروازه ۲۴ ساعته پرانيزو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): د پاکستان صدر اعظم عمران خان ويلي، چې له افغانستان سره د سوداګریزو او ولسي اړيکو د پراخولو په موخه به تورخم دروازه د تګ راتګ او بار وړونکو لاريو پر مخ ۲۴ ساعته پرانيزي.

عمران خان په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې په دې اړه يې اړوندو ادارو سپارښتنه کړې، چې تر راتلونکو شپږ مياشتو د ۲۴ ساعتونو لپاره د تورخم دروازې پرانيستو لپاره تياری وکړي.

د پاکستان صدر اعظم زياتوي، چې دا پرېکړه يې له ګاونډي مسلمان ورور هېواد سره د ښو او ورور ګلوۍ اړيکو د پراخولو په موخه کړې ده.

عمران خان دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کلنۍ سوداګري له دوو ميلياردو ډالرو څخه پنځه سوه ميليونه ډالرو ته راښکته شوې او تر ټولو مهم لامل يې د دواړو هېوادونو ترمنځ ناانډوله اړيکې بلل کيږي، چې له امله يې د بار وړونکو موټرو او عامو خلکو لپاره د تورخم، غلام خان او چمن لارو باندې تګ راتګ ستونزمن دی.

له تېرو کلونو راهيسې له ميوو او سبزيو پرته نورې بار وړونکې لارۍ پاکستان ته د اوښتو په تورخم کې شاوخوا دوه اونۍ تېروي، چې له امله يې د بار وړونکو لاريو او د مالونو څښتان له بې شمېره مالي زيانونو سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

اوس چی یی د هند بیری او چهار بهار بندر یی ولیدی وارخطا سول.
خوند به هلته وکی چی اشرف غنی ولسمشر خارجیان هم نه وی او طالبان ورورنه هم په حکومت ور گد وی او یو اسلامی حکومت وی بیا به تور پنجاب تولی لاری راته پرانیزی.
پاکستان دی خدای نه خرابوی زکه شه خلگ لری خو دا انگریزی غوندی ظالم حکومت دی خدای پاک ور وران کری امین ثم امین

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x