نړۍ

افغانستان لپاره د روسي ولسمشر خاص استازی ضمیر کابلوف اسلام اباد ته تللی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): افغانستان لپاره د روسي ولسمشر ويلاديمير پوتين خاص استازی ضمیر کابلوف په اسلام اباد کې دی او د افغانستان سولې په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.

کابلوف په داسې حال کې اسلام اباد ته تللی، چې تېره اونۍ په قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د افغانستان سولې په اړه شپږ ورځنۍ ناسته شوې ده.

پاکستاني سرچينې وايي، چې د افغانستان سولې روانې  پروسې په اړه د سيمې هېوادونه يو شمېر اندېښنې لري او غواړي، چې په دې اړه مخکې له مخکې سلامشوره وکړي.

د سرچينو په وينا روسيه اندېښنه لري، که افغانستان کې تلپاتې سوله او کراري رانشي، دې سره به د روسيې په ګډون د مرکزي اسيا ټول هېوادونه ناامنه شي.

روسيه وايي، چې د افغانستان روان بحران د پای ته رسېدو په موخه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د روغې جوړې لپاره هڅې کوي، خو د تېر کال نومبر مياشت کې د افغانستان سولې په اړه د مسکو فارميټ ناسته کې طالبانو د ګډ حکومت له استازو سره له مخامخ ليدو او ناستې انکار کړی و.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د سولې په اړه د امريکا د هڅو هرکلی کوي، خو په عين حال کې پر امریکا تور لګوي، چې په افغانستان د داعش ډلې ملاتړ کوي، چې له امله يې د افغانستان شمال او مرکزي اسيا هېوادونه له ناامنۍ سره مخ کېدای شي.

روسيه وايي، چې امريکا بايد د سيمې د نورو هېوادونو په څېر د افغانستان سولې کې  د مسکو ملاتړ وکړي، خو امریکا په دې اړه د روسيې هڅو ته د شک په سترګه ګوري او د مسکو په کوربه توب د  سولې په تېرو درې ناستو  کې يې ګډون نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x