مروره به تر څو یې،په زړۀ سختې؟

 حضرت نبي « نبي زاده »

د صلحې تعريف:

صلحه په لغت کې د روغې جوړې په معنا ده او په اصطلاح کې صلحه هغه عقد ته ويل کيږي چې د دوو لورو تر منځ د پېښې شخړې د هوارولو لپاره د دوی په خوښه رامنځته کيږي.

د صلحې مشروعيت:

الله پاک فرمايي: )وَالصُّلْحُ خَيْرٌ( (النساء: ١٢٨) ژباړه: او صلحه غوره ده.

په مبارک حديث کې چې ابن ماجه روايت کړی، رسول الله (صلي الله عليه) فرمايي: «الصلح جائز بين المسلمين إلا صلحاً أحل حراماً أو حرم حلالاً». ژباړه: د مسلمانانو تر منځ صلحه روا ده مګر هغه صلح (ناروا ده) چې حرام حلال کړي يا حلال حرام کړي.
دا چې د تیرو څو ورځې راهیسې د سولې خبرې کړندۍ روانې دي او ممکن هر افغان په دې تمه اوسي چې ، په را روانو څو ساعتونو کې به پرې داسې یو زیری وشي چې د مخ رنګ یې پرې تغیر وکړي ، هو، معمولاً د انسان د مخ د پوستکي رنګ هغه وخت تغیر کوي کله چې د ژوند ترنورو خواږه او یا هم ترخه وڅکي .

نن د همداسې یوې پرېکړې انتظار د هر افغان زړه په درزا کې ساتلی ، شاعران اوس د داسې الفاظو په لټه کې دي چې ، څنګه وشي کولای د سولې د غږ له اوریدو سره د خپل شعر د ښاپیرۍ په ژبه ، داسې الفاظ جاري کړي چې د زړونو درزا د مینې په اوښکو بدله کړي ، د الفت داسې اصلي ، او اصلاح شوی تخم د خپل ولس د زړونو په للمه کې وکري ، چې حاصل یې د تیرو څلویښتو کلونو وږي ماړه کړي .

لیکوالان په دې هڅه کې دي چې څنګه وشي کولای ، د خپلې لیکنې توري ، کلمې ، جملې … داسې سره غاړه غړۍ کړي، د هنر د ښکلاوو ډکې داسې جامې ورته ور واغوندي چې ، پرمټ یې د هر رښتیني افغان د سترګو داسې اوښکې و بهوي چې د تیرو څلوښت کلونو د سولې تږی د آسیا په زړه ( افغانستان ) کې پروت نسل پرې خړوب کړي ، په داسې ډول چې بیا هیڅ کله د تندې احساس ونه کړي .

کیدای شي په لاندې شعر کې تاسې درانه لوستونکي ، د هر افغان دزړه درد حس او هغه انځور په راڼه ډول ننداره کړئ چې د
ډیرو له جنګه ستړو افغانانو د سولې د انتظار له تصورونو اخیستل شوي ، د لته د زورېدلي مظلوم اولس د زړه خبره نور یواځې رب ته په سجده مسلمان سره نه ده پاتې ، بلکي شاعران د خپلو شعرونو بیتونه ته وزن او قافیه هم له همدې موضوع پیدا کوي ، په دې خاوره د سولې انتظار دې حد ته رسیدلی چې نور یې د ځنګل وحشي ژوې له څنګله ، زړه توري کړي ، د الوتونکو یې د
هواء هغه رنګینۍ له یاده ویستي .

هو نن زمونږ د سپین غره هغه په کمره ناست زرک د خوښی ناري نه وهي ، د درنو وسلو غږونو له ده د خپل ترنم سبک له یاده ویستی ، او په خپلو رنګه سترګو تل د مرمۍ خوړلي کمره دا پوښتنه کوي ، چې ته بله کله رغیږې ؟، سوله به کله راځي ؟، زه به کله ستا څنګ ته د ځلیدونکي لمر په مخ کې د دې دَرېِ خاموشي په خپل ترنم اهنګینه کړم ؟، او بیا به کله ستا په ټټر د دې ټپونو په ځای شنه واښه راشنه شي او زه به پرې خپله مښوک پاکوم؟؟؟ …

انعام نعيمي

د چا پښې د چا لاسونه شول تڼاکې
سولې څه شوې؟درته زړونه شول تڼاکې

د مظلوم ولس په حال رحم پکار دی
خدایه! نور مو قدمونه شول تڼاکې

دومره ظلم په دې خاوره پردو وکړ
د مرغېو وزرونه شول تـڼاکې

ګورئ څومره پښتون تږی دی د سولې
د وجود یې ټول بندونه شول تڼاکې

مروره به تر څو یې،په زړۀ سختې؟
د انعام! درته لفظونه شول تڼاکې

ای رب العزته!!! نور نو زمونږ در دېدلی زړه او د ټوک ټوک بدن لپاره ، زما د یتیم بچې د اوښکو پاکولو لپاره ، د یوې کونډې مورکۍ ، د یوې بورې مورکۍ ، دیوې کړېدلې مورکۍ … په خاطر دا هیواد د سولې لرونکی او د تل پاتې امن خاوند کړه .

امین یا رب العالمین

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د