د امام ابوحنيفه رح مقبره

د امام ابوحنيفه رحمه الله ژوند ته لنډه کتنه

عبدالجبار مطمئن

الله ج په خپل مبارک کلام کې فرمایې: (من المؤمنین رجال صدقوا ما عاهدوا الله علیه فمنهم من قضی نحبه و منهم من ینتظر وما بدلوا تبدیلا).

د مؤمنانو له ډلي داسي کسان دي چې د الله ج سره یې خپله وعده ریښتني کړي، له هغوي ځیني موخي ته رسیدلي او ځیني لا انتظار کوي، او هیڅ بدلون نه دی پکي راغلی.

د بحث موضوع د اسلام د سترو شخصیتونو ده او دا وړه خبره نه ده، ځکه چې که تاسو هرڅومره هڅه وکړئ، ورځي او میاشتي زیار وباسئ، نشئ کولای د یوه شخصیت د ژوندانه ټول اړخونونه راغونډ کړي، ستاسو قلم به عاجزه سي او ذهن به مو خالي سي خو ډیر زیات مهم ټکي به لا هم درڅخه پاتي وي.

د اسلامي امت د سترو شخصیتونو ژوند زموږ او د راتلونکو نسلونو لپاره یوه روڼ مشال دی. نن د یوه ستر او قدرمن عالم او فقیه شخصیت په هکله خبره کوو چې د پوهي او علم په مینه کې لوی شوی او د علم په ډګر کې یې ستري لاسته راوړني لرلي دي او د تابعینو له ډلي شمیرل کېږي. د علم آثار یې د زرګونو کلونه وروسته اوس هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له ورایه ښکاريږي او میلینونه انسانان یې په خپل ورځنیز ژوندانه کې پلي کوي.

هغه د حنفي مذهب بنسټ ایښودونکی فقیه امام اعظم ابوحنیفه نعمان بن ثابت بن زوطا بن مرزبان دی.

په کوفي کې د هجرت په ۸۰ کال کې د صالح تاجر او ایمانداره مسلمان شخصیت (ثابت) په دینداره کورنۍ کې زیږیدلی، پلار یې د ټوکرانو په سوداګرۍ بوخت وو هغه خپل زوی ته لمړی د ژوندانه آداب ورزده کړل او بیا یی د هغه د پوهني او روزني لپاره یې د وخت د سترو علماء مجلس کې کیښناوه.

ثابت یو ځل د اسلام د څلرم خلیفه حضرت سیدنا علي ابن ابي طالب کرم الله وجهه کره ولاړ او هغه دده په مال او اولاد کې د برکت دعاګاني ورته وکړي.

امام صاحب په خپل ژوندانه کې د آنحضرت صلی الله علیه وسلم له شپږو کسانو اصحابو سره ولیدل او د تابعیت ستر ویاړ یې ترلاسه کړ… او همدارنګه یې د هغي زماني د ډیرو زیاتو علماء او تابعینو درسونو ته زنګون کت کړ او بیا یې ستر علماء له علمي پلوه سمبال او فارغ کړل چې مشهوره یې دا لاندي ستر شخصیتونه:

1. زفر بن الزهیل متوفی سال 185 هـ ق

2. ابویوسف بن یعقوب بن ابراهیم الانصاری متوفی سال 182 هـ ق

3. محمد بن الحسن الشیبانی – متوفی 189 ه ق

4. داوود الطائی

5. اسد بن عمرو

6. الحسن بن زیاد الؤلؤی

امام شافعي رح دده په هکله داسي وایې: خلک په فقه کې د امام صاحب له سترخوانه خوراک کوي.

یزید بن هارون فرمایې: ما تر امام ابوحنیفه پرهیزګاره او هوښیار نه دی لیدلی. هغه د معتزلیانو او دهریانو سره سخته دښمني لرل او ډیري مناظري یې ورسره کړي دي او د هغوي د شر نه یې په وخت خلک خبر کړي دي او هغوي یې په ډیرو میدانونو کې داسي مات کړي چې د هغه وخت ټولو خلکو به هغه د اهل سنتو ستر عالم او متکلم شخصیت پیژانده.

هغه سربیره پر علمي هڅو هره شپه تر ۴۰۰ رکعته پوري لمونځونه کول او قرآکریم به یې د روژي په میاشته کې ۶۰ ځله ختموی. امام ابوحنیفه رحمه الله د آنحضرت په دي حدیث کې شامل دی چې فرمایې: که پوهه ثریا ته ته پورته سي د فارس یوه ډله خلک به ځان ورورسوي. ځکه چې د امام صاحب نسبي ریښه فارس ته رسیږي.

امام صاحب د عقیدي د سچه کولو په موخه ډیر زیات آثار چاپ کړي چې له هغي جملي نه دا لاندي ارزښتناکه آثار په ګوته
کولای شو…

1. الفقه الاکبر

2. الفقه الابسط

3. العالم والمتعلم

4. الرساله

5. الوصیه

هغه په خپل کتاب فقه الاکبر کې لیکي: الله یو دی نه د شمیر له مخي بلکه له دي پلوه چې شریک او سیال نلري، له چا څخه نه دی پیدا شوی او څوک تري نه دي پیدا شوي او هیڅوک سیال نلري، د مخلوقاتو سره هیچ مشابهت نلري.

هغه د هغو رباني او ریښتینو علماء له ډلي دی چې نړۍ یې له علم او عمله ډکه کړه او خیر یې د دنیا هر ګوټ ته ورسید خو بیا هم داسي ناپوهه کسان شته چې د امام صاحب غوندي د سترو علماء او شخصیتونو پر علمیت، درایت، فقاهت او تقوا باندي سترګي پټوي او وایې: دوی هم خلک وو او موږ هم خلک یوو!! زه وایم ستاسو او هغوي ترمنځ ستر توپیر دی، ستاسو په مجلسونو کې زړونه مري او توریږي او د هغوي په مجلسونو کې زړونو نوی ژوند ترلاسه کوی او سپینیدل.

کله چې د سترو شخصیتونو لکه امام ابوحنیفه امام شافعي امام مالک او امام احمد ابن حنبل رحمهم الله یادونه کېږي نو موږ ته ښایې ستاینه او درناوی یې وکړو، ځکه هغوي د علم د فوځ سرلاري وو د تقوا د لاري مخکښان وو د ادب د ډګر برلاسي جنګیالي او د عبادت د باب ستر زاهدان وو.

او د هغه د تقوا په باب کې دا کافي ده چې د هغه او أباجعفر المنصور کیسه ولولئ کله چې ابوجعفر منصور هغه بغداد ته ور وغوښت ترڅو د قضاء ستر منصب وروسپاري او امام صاحب انکار تري وکړ…

بیا ابوجعفر لوړه وکړه چې حتما به قضاوت کوي، او امام صاحب لوړه وکړه چې زه به یې نه کوم!…

امام صاحب یې زندان ته واچوی او په زندان کې یې کس ورته راواستوئ ترڅو خبر ورکړي چې که زما غوښتني ته مثبت ځواب ووایې نو له زندانه به خوشي شي او ډیر زیات قدر او عزت به دي وشي. خو امام صاحب و نه منل او پاچا امر وکړ چې د ورځي یې د ۱۰ شلاقو وهلو لپاره بهر راباسئ نو هره ورځ یې لس لس شلاقي وهلو ترهغي چې په کال ۱۵۰ هـ ق کې د زندان د شکنجو او ربړونو لاندي يې ساه ورکړه او د حق تعالی خواته وکوچید!

انا لله و انا الیه راجعون

چې کله د امام صاحب جنازه له زندانه راووتل د ولسونو ژړاګاني پورته شوي او په هغه زمانه کې ۵۰ زره خلکو د جنازي لمونځ پري وکړ او د بغداد په مشهوره هدیره (الخیزروان) کې خاوروته وسپارل سو.

دا ټول د ستر امام ابوحنیفة د ژوندانه یوه وړه زاویه او یادونه وه چې خپل مبارک ژوند او مال یې د علم او پوهي د خپریدا او احقاق الحق او ازهاق الباطل لپاره وقف کړی وو.

الله ج دي زموږ هڅه د پوهي د غوړیدا په لاره کې وګرځوي او داسي تقوای او صبر دي راکړي لکه زموږ خوږ امام ابوحنیفة رحمه الله ته چې ورکړی وو.

و صلی الله علیه و علی آله وسلم.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د