د بدبینۍ بدلون!

عصمت الله بشام

تـــه د ښکلا او د خوښۍ مضمون یې
د جـنګ جګـړو او بدبینۍ بدلــون یې

پـه تـیاره چـم کي بـه رڼــا خپـره شي
پر چاودو شونـډو بـه مسکا خپره شي

مـرګونـه نـه بـه وی جګړی بـه نـه وي
د نـــفــرتـونـو قـافـــلې بــه نــــه وي

د تــانــدو هیـلو پـــسـرلی بــه راشي
له مــودو ورک طالـب زلـمی به راشي

د تـقـاضا غــوټۍ بـه ګل شــي زمــوژ
ودان ودان بـه وران کابل شی زمــوژ

د اسلامي تـمــدون ښـــار تــه بــه ځم
هـم تاریــخي لـوی کــنـدهــار تـه بـه ځم

نــه تــلاشـي نــه بــــه پوشـتنه کیـژي
نـــه بــه لــه چانــه ګــرویــژنــه کیژی

نــه به څوک شک کوي پـه چا د پردی
نــه بــه راګوري د لـتـه بـیا دا پـردی

ســتا پــه راتـګ بـه استعـمار قتل شي
د لـتـه بــه لوی غـربي ښامـار قتل شي

د سوکالي څـادر به خپور وی چـم کي
د خپلواکي نغمو بـه شـور وي چم کي

درد بــه مي ویـلې شي ټـکور بـه شمه
مــړاوی ګلاب یـمـه سمـسور بــه شمه

تـــاتـه پــه میـــنــه نــن اواز بــه کوم
د خپـلواکي شاهـیـن پـرواز بـــه کوم

د خوشــحالي سپوژمۍ رڼــا وشینـــده
تــیاره مســکن کي نــن ځــلا وشینــده

د انــتــظار ډیـــــوې مــو بــلي تــاتـه
سینـــګار درکــړو مــــوژ نازولي تــاتـه

د محـــبـــت رګــــو کي ویـــــنـه لـرو
ســـولې لـــه تـا ســره مـوژ مـیـنـه لـرو

د میـــنې لاس ورکــړه نـن تــه بشام ته
ټکــور کـــړه نن دا پـــرهــر زړه بشام ته

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د