ښه تربیه ، ښه انسان روزي!

احمدولي صیاد

احترام او عزت کول د انسان د اخلاقو او د احساس د درک کولو اساسي برخه ده.

او دغه اساسي مفاهیم خپله د انسان روش او له نورو انسانانو سره د رویې او تلقي څخه معلومیږي!

احترام لومړی د کور د محیط څخه پیل کیږي ، تر څو د احترام زده کړه د مشرانو څخه کشرانو ته انتقال شي، کشران د مشرانو حرکتونه اخذ او خپله په همغه روش چې د مشرانو نه ورته انتقال شوی عمل کوي، مشران هم باید کوشش وکړي چې هغه ښه حرکات او اخلاقي روشونه په کار واچوې چې کوچنیان ترې منظمه او مفیده ګټه پورته کړي.

که چېرته زموږ اولادونه ښه تربیه او و روزل شي، د درناوي آداب ورته وښودل شي ، د دې ټولو سره سره په کورنۍ هغه مشران چې مور او پلار دي یو بل ته په درناوي چلند وکړي، یعنې د دوی تر مابین د درناوي یو چوکاټ موجود وي، نو د دوی کړني به په اولادونو مثبته اغیزه کوي او د دغه اولادونو برخورد به د نورو سره یو صمیمانه فضأ کې چې خپله احترام دی رامنځته کیږي، او دوی به خپله دغسې اخلاقي برخودونو ته تیار او اماده کیږي.

خو که چیرته د یوې کورنۍ محیط دې ته اماده نه وي چې اولادونه دې په سمه ټوګه ښه اخلاقي روش درک کړای شي،
او هم په کورنۍ کې مور او پلار د یو بل احترام ونه کړي، تل له یو بل سره جکړې او لانجې کوي ، له خپلو ماشومانو سره په کور کې بې ګټې او غیر مناسب فلمونه یا پروګرامونه ګوري نو دا هم د اولادونو په ښه تربیه منفي تاثیر کوی او کله چې د اولادونو په تربیه منفي اثر وشي نو دا اولادونه د مور او پلار احترام نه کوي ، د دوی اولادونه د احترام په مفهوم پوهیدلای نه شي، ځکه چې دوي د مور او پلار تر منځ هغه حرکات لیدلي چې د احترام پکې څه نه لیدل کيږي ، نو څنګه به همدا ماشومان د کور څخه بهر له چا سره د احترام څخه کار واخلي ، ځکه چې د احترام کولو په چل او هنر نه پوهیږي او بیا به مور او پلار په دې حرکاتو سره په خپلو اولادونو په قهریږي او شکایتونه به کوي چې اولادونه یې احترام نه کوي.

دغه مور او پلار باید پوه شي چې د اولادونو دا بې احترامي د دوي د غیر سالمې تربیې نتیجه ده.

که چیرې د کورنۍ په محیط کې اولادونه د مور او پلار احترام وکړي ، نو له دې سره له یوې خوا د مور او پلار زړونه خوشحالیږی او له بلې خوا په کورنۍ کې د غړو تر منځ د احترام فضا منځ ته راځي چې دا فضا ډیره ښګلې ده او دا هغه څه دي چې زمونږ ټولنه ورته ډیر سخت ضرورت لري.

خو بد بختانه ووایم چې زموږ په هیواد افغانستان کې د عزت او احترام کولو فرهنګ ټکنی شوی دی، که چېر ته د کورنیو مشران د کوچنیانو تربیه په نظر کې ونه نیسي ، امکان لري چې د احترام کولو لړي ختمه او له منځه ولاړه شي‌!

د ماشومانو د تربیه کولو لومړی ښوونځی کور دی، باید په ضروري توګه پاملرنه ورته وشي او هغه څه خپلو ماشومانو ته ور زده
کړي چې د ژوند په پړاوونو کې د ماشومانو د زېرک تیا او هوښیارتیا سبب شي!

دا چې تربیه د تعلیم سره نږدې اړيکې لري، نو په مدرسو او مکتبونو کې شاګردانو ته د تعلیم تر څنګ د تربیې ښودنه هم کیږي.
د انسان په ژوند کې تربیه ډېره مهمه او مفیده ده ، ځکه تربیه ده چې انسان ته د ژوند سلوک ور ښایي.

تربیه ده چې د خلکو تر منځ د نفاق پر ځای مینه خپروي.

تربیه ده چې احترام رامنځ ته کوي!

دا چې تربیه مهمه ده نو د ټولو کورنیو مې هیله ده چې د خپلو ماشومان په تربیه کولو کې ځنډ مه کوۍ، ځکه بیا ستاسې او د ماشومانو تر مابین مو د احترام په لړۍ کې خنډونه رامنځ ته کیږي.

زموږ د ښې تربیې نتیجه به دا وي چې ټولنه به مو د محترمو نسلونو لرونکې وي.
ښه تربیه د انسان په سلوک، کردار , تهذيب او اخلاقو کې مثبت تغير راولي.

ما علینا الا البلاغ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د