افغانستان

د ایټالیا دفاع وزارت: یو کال کې له افغانستانه ټول ځواکونه راباسو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ناټو تر چتر لاندې ایټالیا هم پر افغانستان د یرغل برخه‌وال هېواد و، چې ځواکونو يې په جګړه کې مستقیمه برخه درلودله.

وروسته له هغه چې د امریکايي ځواکونو د وتلو اړوند باور پخېدو ته نږدې شوی، د ایټالیا د دفاع وزیرې ایلیابیتا ټرینټا ویلي د خپلو ځواکونو د وتلو پلان يې ارزونې ته وړاندې کړی دی.

هغې ویلي د پلان مطابق هوډ لري د یو کال په اوږدو کې په افغانستان کې ټول عسکر چې شمېر يې ۸۹۵ تنو ته رسېږي وباسي.

دا یوازې د ایټالیا د دفاع وزیرې پرېکړه او پلان نه دی، بلکې د دې هېواد پارلمان کې د بهرینو چارو کمېټې د دفاع وزارت د دې هوډ هرکلی کړی او ستایلی يې دی.

په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزارت هم ویلي چې په قطر کې د طالبانو او دوی خبرې اترې هڅوونکې دي.

د پنټاګون سرپرست وزیر پاتریک شاناهان ويلي، د قطر د غونډې په اړه دوی ته ویل شوي چې داسې سولې ته رسېدونکي دي چې په پایله کې به يې د دوی ځواکونه له افغانستانه پښې وباسي.

په همدې حال کې رویټرز د یو امریکايي چارواکي په حواله د نوم له خپرېدو پرته لیکلي، چې ډونالډ ټرمپ په ډاګه ویلي، روانه جګړه ختمول يې لومړیتوب دی.

له دې سره په څنګ کې سیاسي مبصرین پر افغان حکومت غږ کوي چې د سولې لپاره دې سوله‌ییزه ژبه هم وکاروي.

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي، د وړمې ورځې خبرو کې د طالبانو پر وړاندې د اشرف غني ژبه «تېره» وه، هم مهاله د جمعیت اسلامي اجراییه مشر عطامحمد نور هم پر اشرف غني غږ کړی چې «احساسات دې کنټرول» کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x