د امریکا دفاع وزارت پنټاګون

پنټاګون د قطر غونډه «هڅوونکې» بللې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امریکا دفاع له شاوخوا درې ورځې ځنډ وروسته د قطر غونډې په اړه څرګندونې کړې او هغه يې هڅوونکې بللې ده.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان پرون پخپل دفتر کې له خبریالانو سره خبرو کې وویل، د دوی د ځواکونو وتل، اوربند او دا چې افغان خاوره به د دوی پر ضد نه کارېږي «هڅوونکي» دي.

شاناهان دا هم وویل چې تر اوسه دوی ته د ځواکونود وتلو امر نه دی شوی، خو په ورته وخت کې زیاتوي چې د روانو هڅو ملاتړ پکار دی.

دا په داسې حال کې دی چې د ایټالیا دفاع وزارت هم د خپلو ځواکونو د ایستلو پلان برابر کړی او رویټرز د امریکايي چارواکي په حواله دا هم ویلي چې ټرمپ ته د روانې جګړې ختمول لومړیتوب لري.

تېره ورځ محمد اشرف غني هم له زلمي خلیلزاد سره له لیدنې وروسته په ویډیويي وینا کې وویل، د بهرنیو ځواکونو شمېر به صفر ته را ښکته شي.

هغه تر دې وړاندې ټینګار کړی و، چې له بهرنیو ځواکونو وروسته به يې حکومت د نیم کال د دوام توان هم ونه لري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د