ضعیف: له بهرنیانو وروسته بین الافغاني خبرې کېدونکې دي-ويډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي، وروسته له هغه چې د بهرنیو ځواکونو وتل یقیني شي، د سولې خبرې اترې به بین الافغاني اړخ خپل کړي.

هغه له اشنا تلویزون سره خبرو کې وویل، د طالبانو ډېر تمرکز پر دې دی، چې د بهرنیو ځواکونو وتلو باندې يې باور پوخ شي.

ښاغلي ضعیف له بهرنیانو وروسته د سولې د پروسې اړوند وویل، طالبان به بین الافغاني خبرو اترو ته ننوځي، «خو دا خبرې اترې به د افغانانو په حیث له افغانانو سره وي، نه د یوې ډلې او حکومت په حیث.»

دا چې طالبان به د روان نظام په کومو برخو کې بدلون راولي او که به چورلټ پر بل سیستم عمل کوي، ښاغلي ضعیف وویل، دا تر وخت وړاندې مسئله ده او په دې اړه پرېکړه او ګام اخیستل به له ملت سره په خوښه، مشوره او همکارۍ وي.

د دې تر څنګ شنونکي، سیاسي مبصرین او د سولې برخه کې فعالان پر طالبانو غږ کوي، چې د نظامي او سیاسي بریا تر څنګ باید هڅه وکړي چې حالات د نویمو کلونو وضعیت ته لاړ نه شي.

طالبانو د راتلونکي نظام په اړه د «ورځې خبره» تر سرلیک لاندې یوه تبصره کې یادونه کړې، چې د دوی دریځ ثابت او په روانه ټوله مبارزه کې يې دغه ثبات ثابت کړی دی، دوی ويلي په نظام کې به ورته د اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف هیڅ هم د منلو نه وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

د ظعيف صاحب په نظر ملت سوك دى ، زمونژ ملت خو سل په سل كى مسلمان دى او طالبانو هم په وار وار ويلى چى اسلامى نظام راولو ، ولى ظعيف صاحب په زغرده نشى ويلاى چى طالبان د همدى اسلامى نظام لپاره جهاد او مبارزه كوى .
ظعيف صاحب ولى پدى ااخرو كى چى برى هم نيژدى دى مشكوكه شوى .