
غزل: طالب الهام
طالب الهام
هلته ناقوس دلته اذان خاموش
ښایي قیامت شو ټول جهان خاموش
شیطانان بیا تر اسمانونو ولاړل
ستورې ویده دي کهکشان خاموش
د پاک اسلام ستنې به ونړیږي
که شي زموږ افغانستان خاموش
د وخت بادشاه یې سفارش نه مني
یوسف بندي دی او زندان خاموش
ملالې بیا ویده ننګونه ویښ کړه
ژوندی کړه غږ د یه قربان خاموش
چې اوس طالب الهام غزل نه لیکي
د الهامونو یې کاروان خاموش