افغانستان

طالبان: نظام کې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو خلاف هیڅ نه منو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف په یوه مرکه کې وویل، له بهرنیانو وروسته به طالبان د افغانانو په حیث له افغانانو سره خبرې وکړي، نه د یوې ډلې او حکومت په حیث.

هغه پخپله مرکه کې د نظام پر ډول تبصره تر وخت وړاندې وبلله، خو طالبانو «د ورځې خبره» تر سر لیک لاندې د راتلونکي نظام په اړه څرګندونې کړې دي.

د تبصرې د لیکوال پر وینا اسلامي امارت له پیله تر اوسه خپل دریځ ثابت ساتلی او په راتلونکي کې به هم تر سرو کرښو تېر نه شي.

«استعماري ځواکونو، ګاونډیانو او د استعمار داخلي چوپړمارو له مختلفو حربو او دسیسو هڅې وکړې، چې د اسلامي امارت په اهدافو کې ځنډ او خنډ جوړ کړي، خو د اسلامي امارت ثابت دریځ د دښمن هرڅه په اوبو لاهو کړل.»

دا چې د بهرنیو پوځیانو له وتلو او د طالبانو تر بریا وروسته به څنګه نظام رامنځته کېږي، په تبصره کې يې ځینې ځانګړنې داسې یادې شوې دي: «داسي نظام چې اسلامي وي او د ټولو قومونو او قشرونو استازیتوب وکولای شي، ارضي تمامیت خوندي وي، ملي وحدت قایم وي، د ظالم لاس لنډ وي، مظلوم ته خپل حق رسیدلی وي او په ټوله کې د امکان ترحده ولس په تعلیمي، صنعتي، صحي او…. کې د پردیو محتاج نه وي.»

طالبانو ټینګار کړی چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو خلاف ورته هیڅ هم د منلو نه دي.

«اسلامي امارت به د اسلامي ارزښتونو او ملي منافعو پر ضد هیڅ هم ونه مني، نه دې دښمن دا خیال پلونه وهي چې اسلامي امارت به له خپلې داعیې واوړي او نه دې محبوب ولس دا ګومان کوي چې خدای مه کړه قربانۍ به یې ضایع شي.»

طالبانو د راتلونکي نظام په اړه ځينې مغشوشوونکې تبصرې د جګړه خوښیو له لوري د سولې پروسې سبوتاژ کول بللي دي.

که څه هم په قطر کې د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو بشپړ جزییات رسماً نه دي په ډاګه شوي، خو یاده تبصره کې اشاره ورته شوې، چې بهرني ځواکونه په ګونډو او وتلو ته تیاری نیسي.

یاده دې وي د امریکایانو د وتلو تر پلان وړاندې ایټالیا چې نږدې زر تنه عسکر په جګړه کې لري، د وتلو پلان ارزوي او پارلمان يې ورسره همغږي ښوودلې ده، د دې هېواد دفاع وزارت وايي روان کال کې به ټول عسکر خپل هېواد ته ور ستانه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

افغانستان لویه هستی لری فقط ایمانداره اومخلص حکومت ته اړتیالری باید دمسلمانواووطن پرستوچه خپله ګټه دملت په ګټه کی پلټی اوښه تعلیم اوپوهه ولری شوراجوړه سی اوپه مشوره ښه عبوری حکومت وټاکی اوعبوری حکومت په ټولوولایتواوولسوالیوکی شوراګانی جوړی کړی تنهامسلمانانواوبیداغه اشخاصوته دانتخاباتواجازه ورکی دووټورانیول اوخرڅول ملی جرم وبلل سی ،دغسی حکومت ملک دستی پرپښودروی.دجرمنی اوجاپانی انحینرانوپه ذریعه په ملک کی صنعتونه پرمخ ځی په ټوله دنیاکی دادوه ملکه پرخپله پوهه اوصداقت تکیه لری لکه امریکا،انګریزان اوفرانسه ویان مفسدین اوطامع ندی ما۲۴کاله په جرمنی،۲کاله په لندن،۳کاله په امریکااو۳کاله په جاپان کی کاراوتجارت کړۍ دۍ.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x