نړۍ

سپينه ماڼۍ: د افغانستان جګړې  پای ته رسول د امریکا لپاره لومړيتوب لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): سپينه ماڼۍ وايي، چې د افغانستان اوولس کلنې جګړې د پای ته رسول د ولسمشر ټرمپ ادارې لپاره لومړيتوب لري.

د سپينې ماڼۍ وياندې سارا سنډرز په خپلې خبري غونډه کې د افغانستان روانې  جګړې د پای ته رسولو او سولې په اړه وويل، چې امریکا د افغانستان جګړې د پای ته رسولو اوسولې لپاره ژمنه ده او د دې موخې  د ترلاسه کولو لپاره له ټولو ممکنه لارو چارو کار اخلي.

سارا سنډرز هم د روانو مذاکراتو د اجنډا په څېر وويل، چې امريکايي پوځيان له افغانستانه وځي، خو په دې شرط، چې لومړی داسې بارو ترلاسه کړي، چې راتلونکي  وخت کې به افغانستان د امریکا ضد ډلو په مرکزونو نه بدليږي.

هغې په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي.

د امریکا دفاع وزير شاهان پاټريک تېره ورځ په پنټاګون کې د ناټو له سرمنشي يس سټولټنبرګ سره له ناستې  وروسته ګډې خبري غونډې ته وويل، چې افغانستان کې داسې سوله راتلونکې  ده، چې امریکايي پوځيان به راوځي او طالبان به امریکا ته دا ډاډ ورکوي، چې  افغانستان به نور د امریکا پر ضد نه کارول کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x