حکومت او طالبان په تاريخ جوړونکي پړاو کې

شفيع اعظم

لږ غفلت کولای شي داکتر غني احمدزی، نجیب احمدزی او طالبان پخواني مجاهدین کړي!

د نویمو کلونو پېښو نه تکرار د هر افغان اندېښنه او سره کرښه ده.

لیکوال: شفیع اعظم

د تېرې فاجعې مخنیوی مثبت ذهن غواړي؛ نه منفي او وېرونکی دریځ. مثبت ذهن به دواړه لوري وهڅوي چې د تېرې فاجعې د تکرار مخنیوي لپاره یو بل سره په پوره تفصیل خبرې وکړي. د تور تاریخ د تکرار مخنیوی په ریښتیا ویلو، شخصي ګټو او غوښتنو له تېرېدلو او پېغور ورکولو پر ځای په ورین تندي له خپل مخالف سره په خبرو کولو کېږي.

یو څه مه هېروئ چې د پېښو او حادثاتو په را منځته کېدو کې لوبغاړي او شرایط ټاکنیز رول لري.

اوسنیو شرایطو کې له نېکه مرغه د تېر په پرتله جوت هیښونکی تغیر راغلی.

نه اوسني افغانان د نویمو کلونو افغانان دي نه د نظام وسله وال مخالفین او نه هم ګاونډي او سیمه هغه څه پېښېدل غواړي کوم یې چې نویمو کلونو کې غوښت.

د حکومت مخالفنین: د هغه وخت مجاهدین اووه ډلې په پاکستان او کابو اته ډلې په ایران کې تمویلېدې او هر یو یې له بل سره د سر په بیه دوښمني درلوده او په دې ټولو کې د وخت کمونیستي ریژیم نفوذیانو شتون بالایی لانجه.

افغانان: د تېر وخت افغانان د مهاجرت او ګاونډیو د احسان له امله پاکستان، ایران او امریکایان د نجات فرښتې بللې او مجاهدین هم پاکستان او ایران ته بیخي په اسلامي اخووت قایل وو.

سمیه او ګاونډي: نویمو کلونو کې د افغانستان ګاونډیو او سمیزو هیوادونو خپل خېر او ګټې د افغانستان په جګړه او نظام پاشل کېدو کې لیدې.

مګر نن ورځ سیمه او ګاونډیان د تېر په پرتله متفاوت اهداف لري.

چین د One Road One Belt پروژې تطبیق لپاره با امنه افغانستان ته اړتیا لري او پاکستان هم د دې پروژې کلیدي غړي په صفت چین سره ورته هدف پالي. تر راتلونکي 2050 کال چین په اقتصادي ډګر کې ځان د نړۍ امریکا او پاکستان یې په تخرګ کې د وخت کاناډا ګوري.

روسان هم د افغانستان له جګړې ستړي او ایران هم په دې باوري شوی چې د افغانستان لمبې که خاموشه نشي نو د دوی تهران به هم لولپه کېږي.

نن ورځ د حکومت وسله وال مخالفین تر بل هر چا د پاکستان، ایران او نورو هیوادونو له شومو موخو په پوره مانا باخبره دي او دوی یې ضررونه د په خپل حکومت، سقوط او بیا د عروج په جریان کې تر بل هر چا ښه څکلي. له بلې خوا د تېر وخت مجاهدینو خلاف طالبان په داسې واحد صف او قومنده دي چې تاریخ کی یې بېلګه نشو موندلای او په دې واحد دریځ یې حکومت او نورو مخالفینو په کراتو ګواهي ورکړې.

له بلې خوا کابو ۹۹ سلنه افغانان د پاکستان، ایران او نورو سمیزو او نړیوالو قدرتونو له شومو موخو په پوره مانا باخبره دي او ننی افغان په هیڅ وجه د نویمو کلونو افغان ندی.

د ملي وحدت حکومت مشر سولې اړوند تازه ویډیویي وینا کې د شهید داود خان او داکتر نجیب ذکر د ټولو پام ور جلب کړ. د نجیب او داود د پېښو ذکر د یوې فرضیې په صفت ښه دی اما داسې نه چې دا ویره د روانې ستونزې د حل مخنیوي او په لوی لاس د جذب قانون ( The Law of Attraction) په اساس د پېښېدو لامل کړي.

له نېکه مرغه داکتر غني او طالبان دواړه د تېر تاریخ د تکرار له تاریخي بدنامۍ په پوره مانا باخبره دي.

غني سره که دا ویره وي چې د ولسمشر په حیث تاریخ کې بدنامه نشم نو طالبان هم پوهېږي چې تاریخ یې د اوولس کلنې مبارزې قضاوت پر وروستیو پایلو کوي چې دوی افغانستان ته د امریکا له خروج وروسته امن او تره قي راوسته کې انارشیزم، جګړه او بد بختي؟

د دې دواړو ترڅنګ ملت هم په ټوله مانا ویښ دی او هیڅ لوري ته به اجازه ورنکړي چې تېره تاریخي ناکامه تجربه تکرار کړي. د ملت لفظ په رسنیو کې بیخي په یوه کلیشه اوښتی خو یاد ساتئ په دغه روانه اوولس کلنه لانجه کې د ملت رول هیښونکی او نه انکار کېدونکی وو. ډیرو ته به یې د مخالفت او موافقت زیان او ګټې مالومې شوې وي.

نو په دې اساس که غواړو داکتر اشرف غني احمدزی د وخت داکتر نجیب احمدزی او طالبان بیا د وخت مجاهدین نشي نو:

د حکومت په مشرۍ داکتر صېب غني دې واک کې د پاتېدو فکر له ذهنه وباسي او جنګي ادبیات دې په سولیز هغو بدل کړي او له بل لوري دې طالبان هم د حکومت د مزید سپکاوي، اینګنورولو او فاتحانه ورود خیال ته نه و وایي.

که دواړه همداسې په خپل دریځ ټینګ ودرېږي نو تر منځ یې خدای مکړه د دې ظرف (افغانستان) د ماتېدو وېره شته.

شفیع اعظم

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نجم الدین
میلمه
نجم الدین

واقعاً ډيره په زړه پوری او د حقایقو ډکه لیکنه وه زه د یو افغان په صفت د دواړو خواوو څخه غوښتنه کوم چې دا ۱۷کلنه معضله ختمه کړي او د يو سوکاله افغانستان د جوړولو لپاره دي هڅي وکړي .

غوربندي
میلمه
غوربندي

شفیع اعظم صاحب ښه لیکنه مو کړې دداسې نورو ګټورو او سازنده لیکنو ډېره اړتیا لیدله کیژي. په تکمیلي توګه د قوت او کیفیت په لحاظ ستاسو په لیکنه یو څو ټکي زیاتول غواړم: ستاسو د پرتلې له مخې ملت هم د نویمو کلونو په نسبت هوښیار او له ټړکونو وتلی یانې په ټوله کې د ګران هیواد افغانستان په اړه قوي سیاسی او عالی موقفګیري کولای شي… د مقاومت لوری هم د پخوانیو مجاهدینو په نسبت خورا یو موټی د یوې قومندې لاندې او په تر ټولو سختو شرایطو کې د خپل دوست او دښمن د ډېر ښه پیژندلیو… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

يوى خواته مزدور غنى او نور شاوخوا طفيليان يى د كافرو بإدارانو سره يوزاى د مجاهد او نورو بى گناه افغانانو وينى تويوى ، بلى خواته طالبان د غاصب كفارو او د هغو منافقو طرفدارانو په خلاف په مقدس جهاد بوخت دى چى هيواد اازاد او امن كرى، دواره يوشى ندى.
كه سوك خوشحاله كيژى او كه خوابدى كيژى طالبان به فاتح او سر لورى په كابل ننوزى ان شاءالله

هارون
میلمه
هارون

ټوله ډېره ښه لیکنه ده، په ځانګړې توګه وروستي دوه درې پرګرافونه. توکل په خدای(ج)