ورزش

د شل اوریزو نړیوال جام سیالیو مهالویش په ډاګه شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ نړیوالې شورا د سه شنبې په شپه د یوې غونډې په ترڅ کې چې په استرالیا کې ترسره شوه د ۲۰۲۰م کال شل اوریزو نړیوال جام بشپړ مهالویش په ډاګه کړ.

په شل اوریزو نړیوال جام کې به ټولې ۱۲ لوبډلې ګډون کوي، چې د سرېلنکا او بنګلدیش پرته اته لوبډلې غوره شوي، خو سرېلنکا او بنګلدیش به د څلورو نورو لوبډلو سره له نړیوال جام وړاندې سیالۍ کوي، له دغو لوبډلو څخه به څلور لوبډلې نړیوال جام ته لار مومي.

د شل اوریزو نړیوال جام به د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر میاشتې په ۱۸مه نېټه پېل او د نومبر میاشتې په ۱۵مه پای ته ورسیږي چې به په کې د غوراوي سیالیو سربېره ټولې ۴۵ لوبې ترسره شي، یاد جام به په استرالیا هېواد کې ترسره کیږي.

د نړیوال جام لومړي پړاو سیالۍ چې د غوراوي سیالۍ دي، د شپږو لوبډلو په ګډون پېل شي، له دې څخه به څلور لوبډلې نړیوال جام ته لار مومي او دوه لوبډلې به بهر کیږي، له څلورو څخه به یې دوه-دوه په بېلا بېل ګروپونو کې شاملې شي.

د سوپر ۱۲ پړاو سیالۍ به د ۲۴ اکتوبر څخه پېل شي، چې هره لوبډله به د خپل ګروپ لوبډلې سره سیالۍ کوي، د یاد جام لومړۍ نیمه پایلوبه به په ۱۱ نومبر په سیډني لوبغالي، دویمه نیمه پایلوبه په ۱۲ نومبر په اډلیډ لوبغالي او پایلوبه به په ۱۵ نومبر په میلبورن ستر لوبغالي کې ترسره شي.

افغانستان لوبډله چې په نړیواله درجه بندۍ کې اتم مقام لري، یادو سیالیو ته مستقیمه لار موندلې ده، دغه لوبډله په ګروپ بي کې له هند، سویلي افریقا، انګلستان، کوالیفائر ۳ او کوالیفائر ۴ سره سیالۍ کوي.

په ګروپ ای کې پاکستان، نیوزېلنډ، استرالیا، ویسټ انډیز، کوالیفائر ۱ او کوالیفائر ۲ شاملې دي، له ۲۰۱۱م کال وروسته لومړی وار دی چې هند او پاکستان لوبډله به په ګروپي سیالیو کې نه مخامخ کیږي.

افغانستان لوبډله به لومړۍ سیالۍ په ۲۶ اکتوبر د (A2) غوره شوې لوبډلې سره په پرت لوبغالي کې کوي، دویمه سیالۍ به په ۲۸ اکتوبر د (B1) غوره شوې لوبډلې سره په یاد لوبغالي کې ترسره کړي، دریمه سیالۍ به په ۱ نومبر د سویلي افریقا لوبډلې پر وړاندې په اډلیډ، څلورمه سیالۍ به د انګلستان پر وړاندې په بریسبین او پنځمه سیالۍ به د هند پر وړاندې په ۸ نومبر له نیمه پایلوبې څخه وړاندې په سیډنې لوبغالي کې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان لوبډله د ۲۰۱۹م یو ورځنیو نړیوال جام ته د غوراوي سیالیو له لارې لار موندلې ده، دغه سیالۍ به په انګلستان او ویلز هېوادونو کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x