مسلمان دعوتګر بايد څه ډول وي؟

لیکوال: شیخ محمد الغزالی
ژباړه: عبدالجبار مطمئن

یوه ورځ مي دفتر ته یوه داسي انجلۍ راغله چې زما یې له پیل نه لباس هیڅ خوښ نه سو، خو د انجلۍ په څیره او سترګو کې مي د ژور غم او درد احساس وکړ نو ځکه مي په ارامۍ ښه راغلاست ورته ووایه، کښینسته او د خپلو دردونو کتاب یې راته وغوړاوه او په داسي ډول یې خپلي ستونزې زما مخي ته کیښودي چې ګویا یواځي زما څخه د مرستي او حل لاري غوښتونکي ده.

هغي خپل غمونه کتار کړي وو او ما تر ډیره غوږ ورته نیولی وو، د خبرو په ترځ کې پوی شوم چې دا یوه داسي مسلمانه انجلۍ ده چې لوړي زده کړي یې د فرانسي په هیواد کې شوي، او د اسلام په هکله چندان مالومات نه لري، هغي د ختیځ پوهانو (مستشریقینو) او مبشرینو ځیني خبري راته نقل کړي چې مالومیده ډیري درني پري تمامي شوي وې او ډول ډول سوالونه یې په ‌ذهن کې ورته راپارولي وو… ما هغي ته د حقیقتونو وړاندي کول پیل کړل، او بیا مي د هغي په ذهن کې شته شُبهات تر خپله وسه لري کړل او د هغي ځینو ژورو پوښتونو ته مي ځوابونه وړاندي کړل او د ختیځ پوهانو او مسیحي مبشرانو شک اچوني او پروپاګندۍ مې په ټینګو ځوابونو او کلکو ټکو ځواب کړل.

د خبرو اترو په ترځ کې مي د نوي غربي تمدن منفي اړخونه ورپه ګوته کړل او ورزیاته مي کړه: دا تمدن د نورو ټولو منفي ټکو
سره سره د ښځي څخه ابرو او عزت اخیستی، ښځه یې د هغي غوښي په شان ګرځولي چې د کوڅه ډبه سپیو په منځ کې پرته وي او هر یو حملي ورته وهي او بد بد ورته ګوري، او داچې ښځینه څانګي ته یې فرصت نه دی ورکړی ترڅو د خپلي کورنۍ سره یوځاي د پاک، عزتمنده او پتمن ژوند خوند و ګوري او د ژوندانه ټولي چاري یې په پوره درناوي تر سره شي…
انجلۍ دتللو اجازه و غوښته، او ما هم اجازه ورکړه او لاړه…

سم دستي یو ځوان په دفتر ته را ننوتی چې ظاهره یې یو دینداره ته ښه ورته وو او په کلکه بریدیزه لهجه یې راته وویل: دا خبیثه د څه لپاره دلته راغلي وه؟!! ما ورته وویل: هوښیار طبیب، ناروغان د جوړو خلګو نه وړاندي ګوري، ځکه همدغه یې دنده ده!! ده ویل : هرومرو دي د حجاب اغوستلو بلنه ورکړي ده! ما ورته وویل: کار تر دي تیر دی، نوري داسي چاري په دي منځ کې شته چې له هغوي نه هیڅه چاره نشته. د بیلګي په توګه: په خدای (ج) باندي ایمان، د قیامت په ورځ ایمان، د الله (ج) ایتونو او د رسول الله (ص) حدیثونو ته غاړه ایښودل او د عباداتو او اخلاقو په ډګرونو کې ځیني داسي ارکان شته چې اسلام د هغوي پرته ممکن نه دي….

زما خبره یې غوڅه کړه او زیاته یې کړل: خو دا ټول هغي ته د حجاب د سپارښتني او امر مخنوی نشي کولاي….

ما په ارامه لهجه ورته وویل: زما دا نه خوښیږي چې کومه انجلۍ ما ته د عیسوي راهبي په جامه کې پټه پیچلي راشي، خو زړه یې د الله د توحید نه خالي وي‎، او په خپل ژوند کې نه روکوع وپیژني او نه سجده!! دي انجلۍ ته ما د اسلام هغه بنسټونه او اساسات ور په ګوته کړي چې که خداي کولاي د هغي خپل نفس او وجدان به یې اړه کړي چې په بي حجابۍ باندي د شرم احساس وکړي.

یو ځل بیا یې غوښتل زما خبره غوڅه کړي خو ما په تنده لهجه ور غبرګه کړه: زما داسي نه دي زده چې تاسو غوندي اسلام له لیکۍ ونیسم. زه لمړی بنسټونه ټینګوم او له هغه وروسته ابادي پري جوړوم او خپلي موخي ته په حکمت او بصیرت رسيږم.

ان شاء الله.

هغه انجلي دوي اونۍ وروسته یوځل بیا راغله خو داځل يې ښه جامه اغوستي وه، او په خپل سر يې هم یو نازک پټکی اچولی وو، دا ځل یې هم ځیني پوښتني مخي ته راته کیښودي او ما یې ځوابونه ورکړل. ناڅاپه مي تري و پوښتل چې ولي هغه خپل د کور سره نږدي مسجد ته نه ورځي او دومره اوږده لاره دلته راځي؟ ددي پوښتني د پوښتلو سره جوخت مي په خپله زړه کې د پښیمانۍ احساس وکړ، ځکه را یاده شوه چې مونږ لا پخوا د انحضرت (ص) د هغه قول ( لا تمنعوا اماء الله مساجدالله) پر خلاف د ښځو پر مخ د جماتونو دروازي بندي کړي دي. خو هغي راته وویل: زما د مسجدونو له شیخانو نه ښه نه راځي، او نه غواړم خبري یې واورم. ما ورته وویل: ولی؟ ویل یې: هغوي سخت زړي او زړه ناسوانده دي (قساة القلوب غلاظ الاکباد)!! هغوي متکبره دي او زمونږ سره په سپکاوي چلند کوي.

نه پوهېږم چې ولي مي په دي وخت کې (هِند) د ابوسفیان ښځه را یاده شوه، هغه چې د حضرت امیر حمزه (رض) ځیګر یې څیري کړ او اینه یې تري و خوړه او د اسلام په ضد یې هرڅه په وسه وه هغه یې وکړل.

ځکه هغې تر دي مهاله پيغمبر(ص) سم نه پيژانده. خو چې کله یې و پیژانده، او هغه ته نږدي شوه، او ایمان یې پري راوړ نو دا کلمات یې یوه ورځ رسول الله (ص) ته په خطاب کې وویل: (( ای د الله (ج) رسوله ! زما دي په خدای قسم وي چې د ځمکي پر مخ زما تر ټولو زیات ستاسي د جونګړي د وګړو خواري او بدبختي خوښه وه!! او ننه ورځ د ځمکي پر مخ هیڅه جونګړه ستاسي‎ د جونګړي په شان راته عزتمنده او په زړه پوري نه ده)).

د رسول الله (ص) د زړه له چینو نه راټوکیدلي مینه او محبت د خلګو زړونه له یوه حـال نه بل حـال ته واړول، نو ایا اسلام ته د بلونکو (داعیانو او شیخانو) سره نه ښایې چې د خپل لارښود دغه تګلاره خپله کړي او د خلګو سره د نفرت په ځای مینه وکړي او د پاشلو په ځای یې راټول کړي او د ویرولو په ځاي زیرۍ ورته ورکړي؟!!….

نن سبا زموږ تاسو وطن افغانستان تر هرکله زیات میني او محبت ته اړتیا لري، دعوتګرانو ته ښایې چې تندي ورين کړي او د الله ج لاري ته په حکمت او بصیرت باندي بلنه وکړي او په وړو ګناهونو باندي خلک له اسلام څخه و نه شړي او د کفر ټاپي پري و نه لګوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مختار
میلمه
مختار

اسلام علیکم ورحمته الله وبرکات
ګرانه عبدالجبار مطمئن وروره ډیر په زړه پوری مطلب وو او د نن صبا ژوند پوری مربوط حالات پکی را سپړل شوی وو
ډیره مننه