نجیب او اشرف غني؛ د نن او پرون توپیر

محمد حسان موسی

روسي سور تاړاک چې ډېرې هېوادونه یې د خپلې ظالمې او طاغوتي تسلطې لاندې راوستي و او غوښتل یې چې د افغانستان اسلامي خاوره هم د خپل پلیت اشغال برخه وګرځوي، ځینې افغانان یې په کمونستي فکر وروزل او د افغانستان محدود واک یې په لاس ورکړ، د خلق او پرچم ګوندونه او د هغوي کړنې یې روښانه نمونې دي، پیل یې له نور محمد ترکي و چې وروسته حفیظ الله امین دا سلسله روانه وساتله، کمونستي اشغالګرو چې وخت مناسب ولید امین یې وواژه او یو بل روزل شوی غلام ببرک کارمل یې په ټانک سپور د ځان سره راوست او د افغانستان پر تخت یې سپور کړ.

روسي اشغالګرو د داخلي لاسپوڅو په لارښوونه او ملګرتیا د افغانستان پر مسلمان ملت نه هېرېدونکي ظلمونه وکړل، خو د افغانستان مسلمان او غیرتي ولس چې په اسلامي فکر سمبال و د دې اشغال پر وړاندې ودرېد تر څو د هېواد اشغال ته د پای ټکی کیږدي، په دې لار کې یې بې شمېره قربانۍ ورکړې، خپل سرونه یې د دین له پاره نذرانه کړل، د نړۍ سپر طاقت یې دې ته اړ کړ چې له افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي، روسي اشغالګر په دې فکر کې شول څنګه وکولای شي چې دا د تیښتې هدف تر لاسه کړي، کارمل یې مخالفت وکړ او نه یې غوښتل چې روسان کارمل یواځې پرېږدي، د نجیب سره یو ځای یې مسکو ته وروبلل، کارمل یې د هغه د کړو خدمتونو په بدل کې هلته ایسار او نجیب یې د نویو لارښوونو سره افغانستان ته راواستاوه، ځکه نجیب روسي واکمنانو ته قناعت ورکړی و چې ستاسو پوځيانو ته به هېڅ ډول ستونزه نه پيښیږي او سلامت به خپل هېواد ته ستانه او موږ ستاسو په ملاتړ کولی شو چې افغانستان کې خپل واک وساتو.

ډاکتر نجیب چې د پرچم ډلې پورې تړلی و تر ټولو ډېر ظالم، جابر او وحشي شخص یادېده او د خپل ظلم له امله په نجیب ګاو مشهور و، له دې واړندې د ښاد مشر و او د افغانستان زرګونه مسلمانان یې په ډول ډول شکنجو او ربړونو سره په شهادت رسولي و، روسانو د خپل ګوډاګي په څېر د افغانستان پر تخت سپور کړ.

نجیب هم د نورو په څېر لومړی پوځي ځواک وکاروه، خو د مسلمان ملت پر وړاندې بریالی نه شو، د سولې تر عنوان لاندې یې د دروغجنو خبرو وړاندیز پیل کړ، کله چې په دې پوه شو چې د افغانستان مسلمان ملت په دې هم نه دوکه کیږي نو په هر مجلس کې یې د قرآن ایتونه ویل او عامو مسجدونو ته یې تګ پیل کړ تر څو د خلکو د باور وړ وګرځي، مسلمان ملت په دې ډول دوکه او خپل ځان د دوی له انتقام څخه وژغوري، دا هڅه یې هم بې ګټې شوه او په ۱۹۸۹ز کال کې ورڅخه روسي پوځيان په سلامتۍ سره ولاړل او دا یې بې سته د افغان مسلمان ملت عدالت ته یواځې پرېښود، د دومره خدمتونو باجود روسانو یو وار هم نجیب ته دا ونه ویل چې له موږ سره ولاړ شه، چې کله یې پای ولیده نو ځان له پاره یې الوتکه په هوایي ډګر تیاره درولې وه تر څو د هندوانو خاورې ته پناه یوسي، خو افغان مسلمان ولس پرې د تیښتې کړۍ را تنګه او په کابل کې یې د ملل متحد په دفتر کې پناه واخیسته، چې پایله یې د اسلامي امارت په لاس په دار ځړول و.

په اوسني وخت کې اشرف غني چې دامریکا له خوا د یو ګوډاګي په څېر افغانستان ته راوستل شو او د جانکیري له خوا د حکومت په ګدۍ کیښنول شو، نوموړي شاوخوا څلویښت کلونه په امریکا او د هغوي په خدمت کې تیر کړي، د نجیب په څېر د اشرف غني پیل هم ډېر ګرم و، د امریکایانو سره یې په لومړيو ورځو کې د دایمي اډو تړون لاسلیک او هېڅ د سولې خبرې ورڅخه نه کېدلې، تر دې چې د مسلمانانو په عامه او ډلیېزو وژنو هم له زړه خوښیده، د لږې مودې په تېرېدو یې د سولې چغې پیل کړې، خو د اسلام د غازیانو له خوا ورته هېڅ ځواب ونه ویل شو، بلکې د هغه د بادار سره یې خبرو ته چمتوالی وښود، ځکه دا یو بې واکه، بې ارزښته او بې حیثیته څېره وبلله چې د افغانستان په خلکو تحمیل شوې ده، د امریکا او د ګوډاګیانو له خوا په افغان ولس ظلمونو د مجاهدینو ایمانونه او حوصلې ورځ تر بلې پیاوړې کړي، خو اشرف غني د خپل واک په موده کې یو وار هم دا بریدونه ونه غندل او نه یې له خولې یو لفظ وویست، بلکې نوموړی اوس هم لارښونه ورته کوي.

ځينې امریکا پلوه کسان؛ طالب چارواکي په دې ملامتوي چې امریکایانو او کافرو سره خبرو ته تیار دي خو د افغان حکومت او مسلمان سره خبرو ته هیڅ تیار نه دي، دې اړخ ته که ځیر شو نو د طالبانو اسلامي امارت د امریکایانو له خوا سقوط کړی، بله دا چې امریکایانو سره په دې جنګ کې شاوخوا اته لکه خلک وژل شوي او شهیدان شوي، که چرته د افغان حکومت سره خبرو ته کښیني نو د دې اته لکه کسانو د وژنې مسوول او پړه خو بیا پر حکومت باید واچول شي، سبا به امریکایان دا هم وایي چې طالب د افغان حکومت سره ناسته په دې دلالت کوي چې ستونزه یې له هغه سره وه، دا خلک چې وژل شوي ستاسو خپل منځۍ ستونزه ده زه خو یوازې اشرګړی یم او بس.

د طالب چارواکو سیاسي بصیرت ډېر پراخ دی، هغوی خپل افغانان د دې مسوولیت څخه وباسي او پړه یې پر امریکا وراچوي، نو ځکه د افغان حکومت سره خبرو ته تیاری نه ښيي.

د بېلګې په ډول عربي اماراتو کې د طالب چارواکو او امریکایانو تر منځ ناسته کې له خلیلزاد وپوښتل شول چې: تاسو په عامو خلکو ولې بمباریانې کوئ؟ آیا د دې په واسطه پر موږ فشار راوړئ؟ خلیلزاد ورته وویل چې دا ستاسو د افغانانو غوښتنه ده چې له موږ یې کوي او موږ یې عملي کوو.

خو اوس چې امریکایان دې ته چمتو شول چې د طالبانو سره خبرو ته کیښني او خبرې یې یو اندازه بریالۍ هم بريښي، خلیلزاد اشرف غني د غونډې له جریانونو خبر کړ نو په لومړي وار یې د هلمند د پېښې یادونه وکړه او له امریکایانو یې وغوښتل چې باید دا ډول پېښې بیا تکرار نه شي.

ډاکتر نجیب او اشرف غني که چیرته په یوه تله سره وتلل شي نو له یو بل سره ډېر توپير نه لري، نجیب په افغانستان کې پاتې شوی و او د اسلام په اړه یې معلومات درلودل، د ماتې په وخت کې به یې په خپلو غونډو کې د قرآن ځینې ایاتونه سم لوستل، خو اشرف غني چې په غربي نړۍ او په ځانګړي ډول په امریکا کې یې شاوخوا څلویښت کلونه تیر کړي له اسلام ډېر ناخبره دی، په اوسني عیسوي دین کې الله تعالی ته اولادونه منسوبیږي او د دې فکر اثر په اشرف غني هم شوی، ځکه له اسلام ناخبره دی، نوموړی وایی: (حسن و حسین نواسای خدا است)، (لیکوال: په الله باندې له داسې الفاظو پناه غواړم). اشرف غني په سورت اخلاص نه دی خبر او نه پرې پوهیږي، نو دا څنګه مناسبه ده چې یو انسان دې په سورت اخلاص خبر نه وي او بیا دې په یو اسلامي هېواد حاکمیږي؟ همدارنګه په غرمه کې تهجد کول، په جنازه کې سجدې ته تلل، اختر لمونځ په لومړي تکبیر سره په سجده پریوتل او او…

ځینې بیا نجیب یو اتل بولي او وایي چې روسان هغه له هېواده شړلي، خو هغه روسان او خپل باداران له مرګه ژغورلي، روسان په زور له افغانستان څخه شاوخوا د یو نیم ملیون شهیدانو قربانیو ویستلي، سبا به خلک اشرف غني هم د امریکایانو د شړلو قهرمان بولي، ځکه یو ویډیویي پیغام کې یې ویلي چې د امریکایانو شمیره به په افغانستان کې صفر ته راښکته کړي، دا دی نه شړې بلکې دا د هغه شهیدانو د قربانیو زور دی چې خپلې سینې یې د دوی ګولیو ته سپر کړې وې او ان شاء الله چې له افغانستان څخه به ټيټې سترګې تښتي او د نجیب په څېر به دا ګوډاګیان راپاتې وي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پتنګ
میلمه
پتنګ

افرین وروه ښاد او اباد اوسې ډیر حقیقتونه د لیکلې دي ! دنجیب پلويان پروني خلقي ، پرچمي قاطلان دي او یو نوی ګروپ یې افغان ملتیان او دیموکراتان دي دغه کتیګوري ټول بې ایمانه غله او ددالر شغالان دي !

میلمه
میلمه
میلمه

په ګوتو دي برکت