
بلوچستان کې د امنيه قومندان پر دفتر برید کې شل تنه ټپيان شوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): د بلوچستان ايالت په لورلايي سيمه کې د پوليسو د امنيه قومندان پر دفتر وسله وال برید کې د اتو پوليسو په شمول شل تنه ټپيان شوي او دوه بریدګر هم په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي.
ځايي پوليس وايي، چې څلورو بریدګرو د پوليسو د امنيه قومندان په دفتر کې پر خلکو ډزې وکړې، چې له امله يې د اتو پوليسو په شمول شل کسان ټپيان شوي او په ځوابي ډزو کې دوه بریدګر هم وژل شوي دي.
د چارواکو په وينا ټپيان روغتون ته لېږول شوي او د يو شمېر ټپيانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.
پوليس زياتوي، چې له پېښې وروسته سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې او د مشکوکو کسانو لټون روان دی.
د پوليسو ځايي مشران وايي، د بريد پر مهال په د فتر کې د پوليسو ليکو ته د نوو جذبيدونکو کسانو نوم ليکنه روانه وه او يو شمېر لوړپوړي پوليس افسران هم په دفتر کې وو، خو د ساتونکو له لوري خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي.
د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.