پر عبدالله أنصاري رضي الله عنه قرض او د رسول الله ﷺ معجزه

حکیم اللّٰه صابر الحنفي

د حضرت جابر بن عبدالله رضي الله عنه څخه روایت دی : چی زما پلار عبدالله رضي الله عنه د اُحد په غزا کي شهید شو ، تر شا یې شپږ لوڼي پرې ایښې وې او ډیر قرض هم پر پاته وو ، کله چي خرماوي پخې شوې او د راښکولو وخت یې راغی نو زه ورغلم جناب رسول الله ﷺ ته مي عرض وکړ چي یارسول الله ﷺ! تاته خو معلومه ده چي زما پلار د اُحد په غزا کي شهید شوی دی او ډیر قرض پر پاتي ده ، زه غواړم چي ته راسره ولاړ شي هغه أشخاص ووینې چي زما پلار یې پوروړی دی ، ددې لپاره چي هغوی یو څه رعایت راسره وکړي! لیکن دا چي قرض خواهان یهودیان وه نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبره یې رد کړه د پوره قرض غوښتنه یې کول.

جابر رضي الله عنه وايي رسول الله ﷺ راته وفرمایل: ورسه له هر قِسم خرماوو څخه څو کوټي جوړي که ، زه ولاړم خرما مي راوړه او جلا ــ جلا کوټي مي جوړي کړې ، بیا مي رسول الله ﷺ او هغه قرضداران راوغوښتل، هغوی چي محمد مصطفٰى ﷺ ولیدی ، نور یې لا ډیره سختي پیل کړه .

مصطفٰى ﷺ چي زموږ بې چارګي او د هغوی سختي ولیدل نو ډیر پریشانه سو، بیا راغی پر هغه غټه کَوټه درې ځلي شا وخوا راوګرځیدی، بیا له هغې سره نږدې کشیناست او ماته یې وفرمایل : ورسه خپل قرض خواهان نږدې راوله دلته یې کشینوه ، ما هغوی را ټول کړه او ده مبارک ﷺ په خپل لاس هغوی ته له کوټو څخه د خرماوو وزن کول پیل کړه ، د الله جل جلاله قدرت ته ګوره د تعجب خبره ده له دغو کوټو څخه د ټولو قرض دارانو پور ادا شو او زما د پلار غاړي خلاصي شوې ، ما خو صرف دا غوښتل چي په یو ډول د خپل پلار غاړي خلاصي کړم ، لیکن تر ويشلو وروسته چي ما د خرماوو دوو کوټو ته وکتل د الله جل جلاله قسم بلکل هماغسي غټي کوټي پرتې وې، په خاصه ټوکه بیا هغه کوټه چي رسول الله ﷺ نږدې ورته ناست وو، ما چي هغې کوټي ته فکر ورواچاوه نو دا مي یقین شو چي یوه دانه خرما لا هم نده ځیني کمه شوی.
(صحیح البخاري جــ۱ صــ۳۹۰)

دا وه زموږ د محبوب مصطفٰی صلی الله علیه وآله وسلم معجزه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د