افغانستان

مزار شریف کې د پاکستان قونسلګري بيرته پرانيستل شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل): د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې د پاکستان کونسلګرۍ د دوه ورځو بندېدو وروسته نن بيرته پرانستل شوه.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو چې چې په مزار شريف کې يې د پاکستان کونسلګرۍ د امنيتي تهديدونو له امله بنده کړه او زیاته کړې يې وه چې يوې ميرمن هڅه کوله چې کونسلګرۍ ته چاودېدونکي توکي وليږدوي.

په مراز شريف کې د پاکستان کونسل سرفراز خان رسنيو ته ويلي دي چې د افغانستان د حکومت له لوري ورته د امنيت د ډاډ ورکولو وروسته يې کونسلګرۍ نن سهار بيرته پرانستله.

سرفراز خان هيله وښوده چې افغان حکومت به يې د تيرې ورځې د احتمالي بمي بريد په اړه څېړنې وکړي او پايلې به يې دوی سره هم شريکې کړي.

بل لور ته د بلخ امنیه قومندان محمد اکرم سامع وايي چې په مزار شريف کې د پاکستان کونسلګرۍ ته هيڅ ډول امنيتي تهديد نه و پيښ شوی خو زياتوي چې د پيښې په اړه به له څېړنو وروسته جزيات له رسنيو سره شريک کړي.

د پاکستان حکومت په افغانستان کې له سفارت سربيره څلور کونسلګرۍ لري چې په ننګرهار، کندهار، هرات او مزار شريف ولایتونو کې فعاليت کوي.

پاکستان ته د افغانانو د زيات تګ له امله له دې سياسي استازوليو ويزې اخلي چې په دې وروستيو کې يې د ننګرهار کونسلګرۍ کې د ويزو د اخيستلو له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوې دي.

په ننګرهار کې د پاکستان کونسلګرۍ چارواکي وايي چې ولايتي اداره يې په چارو کې لاسوهنه کوي چې له امله یې په کارونو کې خنډونه او مشکلات رامنځته شوي دي، خو ولایتي اداره بيا د کونسلګرۍ مامورين په فساد او رشوت اخيستلو تورنوي.

د ولايتي ادارې د نوې طرحې له مخې اوس خلک له ولايتي ادارې نه يو ټوکن اخلي او له هغې وروسته به بيا د پاکستان کونسلګرۍ ته د ويزو د ترلاسه کولو له پاره ورځي چې په دې توګه اوس يو تن د پاکستان ويزه له دوو تر دريو مياشتو موده کې ترلاسه کوي خو تر دې وړاندې د پاکستان ويزو په دوو يا درې ورځو کې ترلاسه کېدله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x