روغتیا

د نزلې او زکام پرمهال ارام کول مو ناروغي نوره هم سختوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د یخنۍ په موسم کې نږدې هر دویم کس د نزلې او زکام ناروغۍ ښکار وي، خو له دغې ناروغۍ څخه هغه مهال د سینې خرابوالی او تبه رامنځته کیږي کله چې انسان ددې پرمهال زیات ارام کوي.

په عام ډول د نورو ناروغیو د له منځه تلو لپاره ډاکټران د ارام مشوره ورکوي، او د عامو خلکو هم دا سوچ او فکر وي چې د ناروغۍ پرمهال دې هرو مرو ارام وکړل شي، خو نزله او زکام دواړه داسې ناروغۍ دي چې د ارام کولو پر وخت نور هم سخت حالت غوره کوي.

روغتیا پوهان وایي که چیرې تاسې د یخنۍ په موسم کې د نزله او زکام ناروغۍ ښکار شوئ، نو په داسې حالت کې ارام کول مو ناروغي نوره هم زیاتوي، د تبې او د سینې خرابوالي رامنځته کېدو لامل کیږي.

د برطانیې هېواد یو مشهور ډاکټر «ډاکټر ایریک» وایي چې د یادې ناروغۍ پرمهال پر بستر له ارام کولو څخه غوره ده، چې په ګرځېدو او اسانه ورزش کولو سره بدن ته حرکت ورکړل شي.

نوموړی زیاتوي چې د نزلې او زکام پر وخت ارام کول په ستوني کې خراشکي یا بلغم نور هم سختوي او په سینه کې راټولیږي، دا د سینې انفیکشن او نمونیا ناروغیو رامنځته کېدو لامل کیږي.

خو ددې بالعکس که څلویښت قدمي، اسانه ورزش، دندې ته تلل، په اصطلاح بدن په حرکت کې ساتل، دغه بلغم نري ساتي او په اسانه له بدن څخه وځي.

ډاکټر ایریک زیاتوي چې اړینه نه ده باید په داسې حالت کې سخت ورزش وکړل شي او یا هم جمنازیم «جم» ته ولاړ شئ، بلکې بدن په یوه نه یوه لاره په حرکت کې ساتل مو د ناروغۍ اوږدوالي او د سینې خرابېدو او تبې رامنځته کېدو څخه ژغوري.

نزله یا زکام د یخنۍ موسم وایروس دی چې په بېلا بېلو درملو هم نه ښه کیږي، نو اړینه ده چې د بستر پرځای مو خپل یو ورځني کار ته دوام ورکړئ او د ناروغۍ له سختوالي ځان وژغورئ!.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x