د نن سرلیکنه

د ګډ حکومت څلور کلنه خونړۍ واکمنۍ

نن ټکی اسيا سرليکنه

ولسمشر غني د سویس په داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي مجمع په کانفرانس کې له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې وویل چې د ده د حکومت په تیره څلورکلنه دوره کې ۴۵۰۰۰ دولتي سرتیري وژل شوي او سل زره نور یې د خپلو دندو پریښودوته اړیستل شوي دي.

سره له دې چې د ۴۵۰۰۰ دولتي سرتیرو وژنه ډیرلوړ شمیر دی خو له بده مرغه چې د دولتي ځواکونو د وژل شویو اصلي شمیره تر دې خونړۍ شمیرې څو چنده زیات دی.

زیات ځکه دی چې دا شمیره یواځې د هغو احصایو له مخې یاد شوی چې دولتي سرچینو ورباندې اعتراف کړی دی.

دولتي سرچینې کوښښ کوي چې د خپلو سرتیرو د مورال ساتلو په غرض دولتي تلفات د هغوی تر واقعي ارقامو ډیر کم وښيئ.

چې یوه بیلګه یې د میدان ښار د تیرې اونۍ خونړی برید دی چې د خپلواکو سرچینو او عیني شاهدانو په حواله په هغه کې له ۱۲۸ تر ۱۳۰ تنو امنیتي کسانو پوري ووژل شول مګر دولتي منابعو تنها د ۴۰ عسکرو وژل کیدل ومنل.

د ګډ حکومت په دوره کې په اوسط ډول په ورځ کې له ۷۰ تر سلو تنو پوري د امنیتي سرتیرو وژنه اټکل شوې چې په دې سره یې د څلور کلنې دورې تنها د دولتي سرتیرو تلفات په څوچنده تر هغې شمیرې لوړ دي کومه چې د ولسمشر غني له خوا رسنیزه شوې ده.

دومره لوړ شمیر دولتي تلفات د افغانستان د پوځ په تاریخ کې په هیڅ جګړه کې نه دي ورکړل شوي او د یادو هیښوونکو تلفاتو لومړی نمبر مسؤل هم خپله ولسمشرغنی دی ؛ ځکه چې خپله دی د افغانستان د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان او د هیواد لومړی نمبر مسؤل دی.

یاد ۴۵۰۰۰ وژل شوی کسان خو تنها په دولتي ځواکونو پوري مربوط تلفات دي او په همدومره شمیر او یا تر دې زیات نور ولسي وګړي هم دي کوم چې د امریکايي ځواکونو په شپنیو عملیاتو، بمباریو او نورو عملیاتو کې وژل شوي دي ، چې په دې ترتیب که د ښاغلي غني د څلور کلنې دورې ټول بشري تلفات چې دولتي او غیر دولتي ځواکونو ته اوښتې دي راټول کړل شي ، ښايي د نوموړي د واکمنۍ دوره د ځانګړې (خونړۍ ) دورې په نومونې سره د افغانستان په تاریخ کې ثبت شي.

واقعیت دادی چې د ښاغلي غني په واکمني کې د دغومره زیاتو افغانانو وژنه شخصا د ده لپاره ډیره له شرم او خجالت نه ډکه خبره ده چې د سالم انساني ضمیر په لرلو سره یې باید له امله له ټول افغان ولس په تیره د خپلې خونړۍ واکمني له قربانیانو څخه یې بښنه وغواړي.

خو په ډیر تاسف سره چې نوموړی د بښنې په ځای د دوهم ځل لپاره بیا خپل ځان پر ولس تحمیل او د پنځو نورو کلونو لپاره هم د افغان وژنې یوې دغه ډول خونړۍ دورې ته ځان چمتو کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نور محمد

غنی احمدزی د واکمنۍ شوقی دی او دا واکمني هم بې له زیار او زحمته ورته د خارجیانو لخوا هدیه شوه او اوس یې غزول غواړي.
هغوی چې په هدیه شوو چوکیو عیشونه کوی، د ولس غم ورسره نشته او په سوله کې هم خپله نابودی ویني.

حماد

د سولې او واقعي اسلامې نظام د ټینګښت په غرض که صادقانه کوښښ وسې او له شخصي او ګروهي ګټو څخه تر یو بریده دواړه افغاني اړخونه تیر شې نو عین ممکن ده چې په افغانستان کې یوه اسلامې رفاهي دولتي اداره په وجود راشې. د افغانستان نظام جمهوري دې خو مطلق جمهوري نه بلکه اسلامې جمهورې دې، د نظام په هغه مواردو کې چې علما کرام یې په ګوته کړې چې له اسلام سره په ټکر کې راځې هغه باید خامخا ترمیم شې ولې د پوره نظام چپه کول معقول کار نه دی بلکه اصلاح یې معقول کار دې.… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x