نړۍ

روسيه د افغان سولې په اړه د بلې ناستې کوربه توب ته ليواله ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹سلواغې، ۱۳۹۷ل):  افغانستان لپاره د روسي ولسمشر  ويلاديمير پوتين خاص استازی ضمیر کابلوف په اسلام اباد  کې  له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان سولې په اړه په خبرو اترو بوخت دی.

د پاکستان ډيلي ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې کابلوف د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر  شاه محمود قریشي، د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې تهمينه جنجوعه او يو شمېر نورو چارواکو سره په افغان سولې  خبرې کړي دي.

روسي رسنۍ وايي، کابلوف له پاکستان سره چارواکو سره په خبرو کې وړانديز کړی، چې راتلونکې مياشت يو ځل بيا د افغانستان سولې په اړه مسکو د بلې ناستې کوربه شي.

روسيه وايي، چې د افغانستان روان بحران د پای ته رسېدو په موخه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د روغې جوړې لپاره هڅې کوي، خو د تېر کال نومبر مياشت کې د افغانستان سولې په اړه د مسکو فارميټ ناسته کې طالبانو د ګډ حکومت له استازو سره له مخامخ ليدو او ناستې انکار کړی و.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د سولې په اړه د امريکا د هڅو هرکلی کوي، خو په عين حال کې پر امریکا تور لګوي، چې په افغانستان د داعش ډلې ملاتړ کوي، چې له امله يې د افغانستان شمال او مرکزي اسيا هېوادونه له ناامنۍ سره مخ کېدای شي.

روسيه وايي، چې امريکا بايد د سيمې د نورو هېوادونو په څېر د افغانستان سولې کې  د مسکو ملاتړ وکړي، خو امریکا په دې اړه د روسيې هڅو ته د شک په سترګه ګوري او د مسکو په کوربه توب د  سولې په تېرو درې ناستو  کې يې ګډون نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x