
د پېښور زلمي غونډه؛ ډیرن سیمي پېښور ته ځي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د ویسټ اندیز کرېکټ او د پېښور زلمي لوبډلې تکړه لوبغاړی ډیرن سیمي د پېښور زلمي د نویو کالیو او نوې رسمي نغمې پرانېستغونډې لپاره پېښور ته سفر کوي.
د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوید افریدي په خپل ټویټر پاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې په کې ویل شوي ددغې لوبډلې وتلی ستوری ډیرن سیمي به په یاده غونډه کې د ګډون په موخه پېښور ته سفر کوي.
جاوید افریدي زیاته کړې چې د فبرورۍ میاشتې په څلورمه نېټه به د خیبر پښتونخوا د والي په دفتر کې د پېښور زلمي لوبډلې د نویو کالیو او د لوبډلې رسمي نغمې پرانېستغونډه ترسره کیږي او په دې غونډه کې به ډیرن سیمي هم ګډون کوي.
PZ Alert :It brings me great pleasure to announce that @PeshawarZalmi is coming home. For the 1st time, Kit & Anthem Launch Ceremony of PZ will be held on 4th Feb at Governor House KP. Our captain @darensammy88 is travelling specially for this event to meet you all.⚡#YellowStorm pic.twitter.com/zm9WD2Nt44
— Javed Afridi (@JAfridi10) January 29, 2019
ډیرن سیمي په پاکستان سوپر لیګ کې د پېښور زلمي لوبډلې تر ټولو مهم لوبغاړی دی او په تېرو دوو پړاوونو کې یې د یادې لوبډلې مشري هم کړې، نوموړی د یادو سیالیو په ترڅ کې یو وار کرچۍ ته هم تللی دی.
دا به لومړی وار وي چې ډيرن سیمي پېښور ته سفر کوي، د نوموړي په مشرۍ د پېښور زلمي لوبډلې په پاکستان سوداګریزو سیالیو کې یو وار اتلولي هم ګټلې ده.
ډیرن سیمي د ویسټ انډیز یو له خوش مزاجه لوبغاړو څخه دی، نوموړي د پېښور زلمي لوبډلې سره د ګډون پرمهال څو د پښتو ټکي زده کړي چې پر خواله رسنیو يې پرې خبرې هم کړي، همدا لامل دی یو شمېر پښتانه له نوموړي سره مینه لري.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ به د روان کال فبروري میاشتې په ۱۴مه نېټه پېل او د مارچ میاشتې په ۱۷مه نېټه پای ته ورسیږي، دغه لیګ به په عربي اماراتو کې ترسره شي خو وروستۍ لوبې به یې په کراچۍ او لاهور ښارونو کې هم ترسره شي.
په یادو سیالیو کې د پېښور زلمي په ګډون، ملتان سلطانز، کراچي کینګز، لاهور قلندرز، کویټه ګلډیټرز او اسلام اباد یونائټیډ لوبډلې ګډون کوي چې په کې به ټولټال ۳۴ سیالۍ ترسره شي.