نړۍ

الطاف حسین: که واک لاس ته راغي بیا به وګورم چي امریکا څه ډول ډرون بریدونه کوي

altaf_hussainدمتحده قومي غورځنګ منشور پراسلامي شریعت باندي ولاړ دي طالبان دي له پاکستاني ولس سره یوځاي شي
لندن- نن ټکی آسیا:  دمتحده قومي غورځنګ مشر الطاف حسین زیاته کړه چي دامریکي په شمول هیڅوک خپل بادار نشو جوړولاي ، کچیري زما حکومت وی، نو عافیه صدیقي به اوس په پاکستان کي وی، هیواد ته مي له نړیوال بانګ څخه نجات ورکړی وی.
دغورځنګ د اوه ویشتمي کالیزه پرمهال یی اوریدونکو ته وویل، که واک ته ورسیدم بیا به ووینم چي ډرون بریدونه څوک کوي، نوموړي له امریکي څخه وغوښتل چي ډرون بریدونو کي وژل شویو ټولو کسانوته دي دیت ورکول شي.
الطاف بهایی دوینا پرمهال دسرایکي ایالت جوړولو ملاتړوکړ، که حکومت می لاس ته راغي دکشمیر کړکیچ به هم حل کړم، له هیواد څخه به دغریب، بډایه، لوړ اوکښته توپیر ختم کړم.پاکستان به یوازاده اوبا اختیاره ریاست جوړکړم، نوموړي زیاته کړه ژرده چی هیواد کي انقلاب راولم.
ترهګري پاکستان ته زیات تاوان اړولیدي، پاکستان دساړه جنګ په وخت کي دامریکي ملګرتیا کړیده اوس دامریکي وخت ده چي له پاکستان سره ملګرتیا وکړي
امریکه باید ډاکټر عافیه مور اوپلارته حواله کړي، زما په حکومت کي به دهرپاکستاني ځوان هلک اوځواني جني لپاره یوکال فوځي تربیت لازمي وي، دغیرت په نامه سره دښځو قاتلان به سرعام اعدامومه.
دا لومړي ځل وه چي ښاغلي الطاف حسین په خپله وینا کي وطالبانو ته وویل چي دمتحده قومي غورځنګ منشور پراسلام باندي مبني دي اوله هغوي څخه غوښتنه وکړه چي دهیواد ویشلو پرځاي پاکستاني ولس ته لاس ورکړي.
بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x