
ټاکنې؛ د شپږو ولایتونو وروستۍ پایلې اعلانېږي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د نن ورځې په اوږدو کې به د شپږو نورو ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان شي.
د دې کمیسیون ویاند او کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي وايي، دوی د یوې اوونۍ په اوږدو کې د شپږو ولایتونو وروستۍ پایلې څېړلې او نن به يې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان کړي.
هغه ویلي، د فراه، فاریاب، کونړ، بدخشان، خوست او نورستان ولایتونو وروستۍ پایلې به د ورځې په اوږدو کې اعلان کړي.
ټاکنو کمیسیون تر اوسه پورې یوازې د ۱۲ ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړې دي.
د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د تلې په وروستیو ورځو کې وشوې، چې لومړنۍ پایلې يې په څو پړاوونو کې د ناندریو په ملتیا اعلان شوې.
د ټاکنیزې پروسې څارونکي بنسټونه د ټاکنو دواړه کمیسیونونه پر کمزوري مدیریت تورنوي او پرلپسې يې ویلي چې دا کمیسیونونه د ولسمشریزو ټاکنو د مدیریت وړتیا نه لري.
له نن ټکې اسیا ادارې څخه هیله ده چې زموږ تبصیرې پر وخت نشرې کړې او که کوم نقص پکښې وې یعنې که العیاذ بالله ددین کومه برخه موږ په کې نقص کړې او یا پټه کړې وې او یا مو ملې ګټو ته په سپک نظر کتلې وې نو لطفا موږ دې مطلع کړې، موږ دغه ویبپاڼه تر نورو مروجه پاڼو آزاده، اسلامې او ملي ویبپاڼه ګڼو نو ځکه ورته لیکنې کوو کنه نو نن صبا د ویبسایټونو کمبود خو نسته. او که بیا هم دغه چلند زموږ سره کیږې نو بیا نه ورته لیکنې کوو او نه یې… نور لوستل »