
ضعیف: سولې ته د رسېدو لپاره باید سوله «لومړیتوب» وبلل شي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي، سولې ته د رسېدو لپاره باید سوله لومړیتوب وګڼل شي.
هغه د روانې جګړې د ختمو لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د خبرو اترو په تړاو روانو هڅو ته خوشبیني ښوودلې او ډاډه دی چې مثبت لور ته حرکت پیل شوی دی.
وړمه ورځ ملا عبدالسلام ضعیف، مولوي وکیل احمد متوکل او جلال الدین شینواري د حکمت خلیل کرزي په دفتر کې له زلمي خلیلزاد ا ورسره پلاوي سره لیدلي دي.
ښاغلي ضعیف پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي، د سولې اړوند يې دوه ساعته خبرې کړې دي: «د سولې په اړه مو له نوموړي پلاوي سره چې شپږ نفره و، دوه ساعته مفصلې خبرې وکړې، نظریات مو ورسره شریک کړل، داسې برېښېدله چې ان شاءالله سوله مثبت لوري ته روانه ده.»
ښاغلي ضعیف د مسؤلیت په اړه عموماُ ویلي چې باید د سولې پر وړاندې پراته خنډونه په ګوته او لرې کړل شي، د دې تر څنګ سولې ته باید لومړیتوب ورکړل شي.
نوموړي د سولې لپاره مناسبه لهجه هم اړینه بللې او د محمد اشرف غني او د هغه په غبرګون کې د شیر محمد عباس ستانکزي لهجه يې مناسبې نه دي بللې.
په وینا يې: «ښه به وی په دې حساس پړاو کې پوره حوصله، تدبیر او حکیمانه رویه وکارېږي.»
په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکي انتظار خادم د محمد اشرف غني د وړمې ورځې څرګندونو په اړه ویلي چې هغه د «تسلیمۍ» تمه لري.
ښاغلي انتظار هشت صبح ورځپاڼې ته ویلي، د غني له «باتدبیره سولې» نه مقصد تسلیمي ده، خو په وینا يې له مؤقتې ادارې پرته بله لار نشته، خو ګډ حکومت د مؤقتې ادارې مخالف دی.
د دې تر څنګ زلمي خلیلزاد د جمعیت اسلامي له اجراییه مشر عطامحمد نور سره هم لیدلي دي، د نور له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خلیلزاد هڅې ستایل شوې، خو د دې تر څنګ باید سیاسیون مخامخ له طالبانو سره خبرې اترې ولري.
د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني مشر شیر محمد عباس ستانکزي هم له نن ټکی اسیا سره ځانګړې مرکه کې ویلي، دوی له سیاسیونو، قومي او مذهبي مشرانو سره په اړیکو کې دي او بیا به هم ورسره خبرې اترې ولري.