شیر محمد عباس ستانکزی له نن ټکی اسیا سره د مرکې پرمهال

وروستیو مذاکراتو کې د طالب‌پلاوي له مشر شیر محمد عباس ستانکزي سره ځانګړې مرکه-ویډیو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۰ سلواغې، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د سیاسي دفتر پخوانی مشر شیر محمد عباس ستانکزی وايي، راتلونکې ناسته کې به وروستۍ پرېکړې کېږي او د دې پرېکړو د ژمنتیا لپاره به با اعتباره اړخونه د ضمانتونو په توګه هم برخه وال وي.

ښاغلي ستانکزي ويلي امریکایانو ورته د ټولو ځواکونو د وتلو ډاډ ورکړی او دوی هم ورته ټینګار کړی چې افغان خاوره به د امریکا، متحدینو يې او ګاونډیانو پر ضد نه استعمالېږي.

نوموړي دا څرګندونې د نن ټکی اسیا له همکار سره په یوه ویډیويي مرکه کړې دي او زیاته کړې يې ده، د امریکا او طالبانو له لوري دوه تخنیکي ټیمونه ټاکل کېږي، چې یو به د بهرنیانو د وتلو اړوند او بل به د امریکا پر ضد د افغان خاورې د نه استعمال په اړه کار کوي.

د هغه په وینا دا ټيمونه به وروستي نتایج راتلونکې غونډ‌ې ته برابروي او د ملګرو ملتونو، اسلامي کنفران او نورو با اعتباره اړخونو تر مخ چې هغوی به يې ضمانت کوي، وروستۍ پرېکړه کېږي.

شیر محمد عباس ستانکزی د طالبانو د رهبري شورا او د سیاسي دفتر غړی دی، نوموړی د سیاسي دفتر د پخواني مشر طیب اغا د استعفا وروسته د سیاسي دفتر مشر وټاکل سو او د خلیلزاد سره تر وروستیو ناستو پوري د سیاسي دفتر او مذاکراتي ټیم مشر وو.

نوموړي په خپله مرکه کې د هغو توافقاتو څخه هم پرده پورته کړې چې د امریکایانو سره تر سره شوي او د راتلونکو ناستو خبرتیا یې هم ورکړې ده.

ستانکزي همداراز د راتلونکي افغانستان په اړه چې دوی ورته داخلي بعد وای، ځیني پوښتنې ځواب کړي دي.
نوموړي همداراز د سیاسي دفتر لپاره د ملا برادر اخوند ټاکنه پر ځای اقدام بللی دی او ویلي يې دي چې په دغه کار سره به د دوی د سیاسي دفتر قوت لا هم زیات سي او دوی به تر پخوا په ډېر صلاحیت د امریکایانو، بهرنیانو او افغاني جهتونو سره مذاکرات وکړای شي.

دا مرکه دلته پوره لیدلی او اورېدلی شئ!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ګلاجان کوچی
میلمه
ګلاجان کوچی

جناب ستانکزی صاحب نهايت محترم زړور او د اسلامي امارت د اهدافو ښه بيانوونکی دی، او تل يې په خپلو څرګندوونو کې د جهاد، اسلاميت او افغانيت روحيه پاللې ده، خو محترم ستانکزی صاحب دا يو ټکی د (امارت) لفظ د الف په (زور)تلفظ کوي پداسې حال کې چې دا لفظ بايد د ګرامر له لحاظه د الف په (زېر)تلفظ شي، ځکه چې امارت په زور د علامې په معنی دی، او امارت په زېر د داسې سياسي جوړښت په معنی دی چې په رأس کې يې امير وي. نو ښه ده چې مشران سياسي او ديني نومونه(ترمينالوژي)سم تلفظ کړي… نور لوستل »

هارون
میلمه
هارون

خبرې خو ډېرې ښې وې او خدای پاک دې وکړي چې افغانستان ته تلپاتې سوله او ټېکاو راشي. خدای دې وکړي چې د سیمې منافق هېوادونه د سولې په مخ کې خنډونه جوړ نکړي او پرېږدي چې افغانان په سوله کې ژوند وکړي.