وروستیو مذاکراتو کې د طالب‌پلاوي له مشر شیر محمد عباس ستانکزي سره ځانګړې مرکه-ویډیو

شیر محمد عباس ستانکزی له نن ټکی اسیا سره د مرکې پرمهال

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۰ سلواغې، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د سیاسي دفتر پخوانی مشر شیر محمد عباس ستانکزی وايي، راتلونکې ناسته کې به وروستۍ پرېکړې کېږي او د دې پرېکړو د ژمنتیا لپاره به با اعتباره اړخونه د ضمانتونو په توګه هم برخه وال وي.

ښاغلي ستانکزي ويلي امریکایانو ورته د ټولو ځواکونو د وتلو ډاډ ورکړی او دوی هم ورته ټینګار کړی چې افغان خاوره به د امریکا، متحدینو يې او ګاونډیانو پر ضد نه استعمالېږي.

نوموړي دا څرګندونې د نن ټکی اسیا له همکار سره په یوه ویډیويي مرکه کړې دي او زیاته کړې يې ده، د امریکا او طالبانو له لوري دوه تخنیکي ټیمونه ټاکل کېږي، چې یو به د بهرنیانو د وتلو اړوند او بل به د امریکا پر ضد د افغان خاورې د نه استعمال په اړه کار کوي.

د هغه په وینا دا ټيمونه به وروستي نتایج راتلونکې غونډ‌ې ته برابروي او د ملګرو ملتونو، اسلامي کنفران او نورو با اعتباره اړخونو تر مخ چې هغوی به يې ضمانت کوي، وروستۍ پرېکړه کېږي.

شیر محمد عباس ستانکزی د طالبانو د رهبري شورا او د سیاسي دفتر غړی دی، نوموړی د سیاسي دفتر د پخواني مشر طیب اغا د استعفا وروسته د سیاسي دفتر مشر وټاکل سو او د خلیلزاد سره تر وروستیو ناستو پوري د سیاسي دفتر او مذاکراتي ټیم مشر وو.

نوموړي په خپله مرکه کې د هغو توافقاتو څخه هم پرده پورته کړې چې د امریکایانو سره تر سره شوي او د راتلونکو ناستو خبرتیا یې هم ورکړې ده.

ستانکزي همداراز د راتلونکي افغانستان په اړه چې دوی ورته داخلي بعد وای، ځیني پوښتنې ځواب کړي دي.
نوموړي همداراز د سیاسي دفتر لپاره د ملا برادر اخوند ټاکنه پر ځای اقدام بللی دی او ویلي يې دي چې په دغه کار سره به د دوی د سیاسي دفتر قوت لا هم زیات سي او دوی به تر پخوا په ډېر صلاحیت د امریکایانو، بهرنیانو او افغاني جهتونو سره مذاکرات وکړای شي.

دا مرکه دلته پوره لیدلی او اورېدلی شئ!

تبصرې (2)

  • جناب ستانکزی صاحب نهايت محترم زړور او د اسلامي امارت د اهدافو ښه بيانوونکی دی، او تل يې په خپلو څرګندوونو کې د جهاد، اسلاميت او افغانيت روحيه پاللې ده، خو محترم ستانکزی صاحب دا يو ټکی د (امارت) لفظ د الف په (زور)تلفظ کوي پداسې حال کې چې دا لفظ بايد د ګرامر له لحاظه د الف په (زېر)تلفظ شي، ځکه چې امارت په زور د علامې په معنی دی، او امارت په زېر د داسې سياسي جوړښت په معنی دی چې په رأس کې يې امير وي. نو ښه ده چې مشران سياسي او ديني نومونه(ترمينالوژي)سم تلفظ کړي چې کشران يې هم سم تلفظ کړي. مننه

  • خبرې خو ډېرې ښې وې او خدای پاک دې وکړي چې افغانستان ته تلپاتې سوله او ټېکاو راشي. خدای دې وکړي چې د سیمې منافق هېوادونه د سولې په مخ کې خنډونه جوړ نکړي او پرېږدي چې افغانان په سوله کې ژوند وکړي.