افغانستان

د سولې پروسه کې د ډاکټر غني پر دریځ د کارپوهانو نیوکې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): تېره اوونۍ په قطر کې د طالبانو او امریکا د څلورم ځل مخامخ خبرو له پای ته رسېدو وروسته د سولې لپاره هیلې پیاوړې شوې دي.

له یادې شپږ ورځنۍ غونډې وروسته د جګړې د ختمولو لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته را ورسید، د حکومت له مشرانو سره يې ولیدل او هغوی يې هم په اړه څرګندونې وکړي.

محمد اشرف غني پخپلو خبرو کې طالبانو د پردیو ګټو لپاره جنګیالي وبلل او د دې تر څنګ يې ټينګار وکړ، چې «با تدبیره سوله» غواړي.

د سیاسي چارو شنونکی انتظار خادم وايي، له «باتدبیره سولې» د محمد اشرف غني توقع دا ده چې طالبان ورته تسلیم او د دولت برخه شي.

د هغه په وینا که دا امکان هم ولري، چې طالبان د دولت برخه شي، نو د دې پروسې د تطبیق لپاره مؤقتې ادارې ته اړتیا ده او محمد اشرف غني د مؤقتې ادارې سر سخت مخالف دی.

هغه له هشت صبح ورځپاڼې سره خبرو کې د محمد اشرف غني پر دریځ نیوکه کړې او حل لار يې یوازې مؤقته اداره بللې ده.

طالبانو ویلي له حکومت سره خبرې نه کوي، خو د افغانانو په حیث له سیاسي، مذهبي او قومي مشرانو سره خبرو ته تیار دي او اړیکي ورسره لري.

ښاغلي خادم دا هم ویلي چې له طالبانو سره یوې موافقې ته تر رسېدو وړاندې امریکا باید له جوړ کړي حکومت سره ځينې اختلافونه یوې خواته کړي.

په ورته وخت کې په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د محمد اشرف غني څرګندونو ته په اشاره د هغه ژبه «تېره» بللې ده.

نوموړي له اشنا تلویزون سره خبرو کې هم او تازه پر خپله فیسبوک‌پاڼه کې لیکلي چې د سولې لپاره په به ښه وي، چې «په دې حساس پړاو کې پوره حوصله، تدبیر او حکیمانه رویه وکارېږي.»

محمد اشرف غني د وړمې ورځې په څرګندونو کې د لومړي ځل لپاره د هلمند په سنګین کې ملکي تلفات وغندل او ضمناً يې یاده کړه، چې د بهرنیو ځواکونو شمېر به صفر ته را ښکته شي.

د سولې په برخه کې فعال، شفیع اعظم هم د سنګین پېښې په تړاو د محمد اشرف غني څرګندونې تاییدوي، خو وړاندې زیاتوي: «اخري نیش دارو او پیغوري خبرو یې وځورولم. طالبان یې د پردیو په شومو توطیو درلودلو متهم کړل چې دې وینا کې د دې خبرو کولو هیڅ وخت نه وو. دا خبره خو تر ټولو زیاته بېرته ده او دې ده حکومت ته هم متوجې کېږي. ته وا امریکا دلته خلکو ته صلوات تسبیح ورزده کوي او د دوی پلانونه او بمباردۍ افغانانو لپاره شومې نه وې؟»

محمد اشرف غني وړاندې تر دې ویلي و، چې له بهرنیانو پرته خپل حکومت ته نیم کال هم دوام نه شي ورکولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الله

دا یی دیر شه ویلی چی دبهرنیانو شمیر صفرته را کشته کوم او داهم شه خبره ده چی د داود او نجیب په خیر غلطی به نه تکراری وی ، ورته متوجه یم. دشفیع اعظم صاحب نظر سره د یو افغان په صفت موافق یم چی اوس باید اشرف غنی د خبرو سره احتیاط وکری. نه یوازی موژ ته بلکی هم حکومت او هم طالبان شه پوهیزی چی دواره مجبور دی یو او بل ووژنی زکه جګره دبل ده او دوی یی لوبغاری دی، اوس مهمه داده چی سه دول زانونه د غربیانو او نزدی دشمنانو خخه خلاص کرو، اوس… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x