افغانستان

اروپايي ټولنه وايي، د سولې پروسه کې به د ضامن په حیث ګډون ولري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د اروپايي ټولنې استازی پیري میاودون وايي، اروپايي ټولنه به د سولې ضمانت کوونکې واوسي.

هغه د زلمي خلیلزاد هڅې ستایلې خو تر څنګ يې یادونه کړې، چې بهرني ځواکونه باید تر یو اوربند وروسته ووځي، چې سوله یقیني شي.

نوموړي د اروپايي ټولنې د رول په اړه ویلي«اروپايي تولنه به د سولې له ضمانت کونکو وي.»

دا په داسې حال کې دی چې د ایټالیا د دفاع وزارت وايي، د روان کال تر پایه به خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي.

د ایټالیا پارلمان د دفاع وزارت د دې پلان هرکلی کړی او ټینګار کوي چې باید د روان کال تر وروستیو د دوی ټول عسکر چې شمېر يې نږدې زرو تنو ته رسېږي، له افغانستانه ووځي.

په ورته وخت کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مذاکراتي ډلې مشر شیر محمد عباس ستانکزي له نن ټکی اسیا سره ځانګړې مرکه کې هم د ځينو با اعتباره اړخونو د ضمانت یادونه کړې ده.

نوموړي وویل له امریکايانو سره دې هوکړې ته رسېدلي دي، چې وروستۍ پرېکړه به اسلامي کنفرانس، ملګرو ملتونو او نورو با اعتباره اړخونو تر تضمین لاندې کېږي.

اوس زلمی خلیلزاد په کابل کې دی، چې د پخوانیو طالب چارواکو په ګډون يې د حکومت له مشرانو او ځينو سیاسیونو سره لیدنې روانې دي.

د دې تر څنګ د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالي الیس ویلز هم د حکومت له شریکانو سره لیدلې او د سولې د روانې پروسې ملاتړ ته يې رابللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اسد

اروپا هم د ګران هیواد افغانستان سره عملا په جګړه کی ده نو د جګړی ښکیل اړخ څرنګه کولی شی د ضامن رول ولوبوی؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x