نړۍ

امريکا او کاناډا کې بيړنی حالت اعلان شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امريکا او کاناډا په ځينو سيمو کې د سختې واورې او يخنۍ او توپان له امله بيړنی حالت اعلان شوی دی.

د امريکا او کاناډا چارواکو د امریکا د منځنيو او شمالي سيمو او همدا راز د کاناډا د منځنيو او ختيځو سيمو اوسېدونکو ته د سخت احتمالي توپان د پيښېدو خبرداری ورکړی دی.

د دواړو هيوادونو د هوا پېژندې ادارو اټکل کړی دی چې له سختو واورو او يخنۍ سربيره د هوا کچه له صفر څخه منفي ۴۶ درجو ته راټيټه کړي.

د هوا پيژندنې ادارو په غوښتنه د یادو سيمو ښوونځي هم رخصت شوي دي او يادو ادارو ددې سيمو خلکو ته سپارښتنه کړې ده چې له خپلو کورونو څخه ونه وځي، کمې خبرې دي کوي او ژوره ساه دې نه اخلي او په وينا يې چې له دې سره د انسانانو بدن ته يخني داخليږي او د ناروغۍ او مړينې سبب ګرځي.

د امریکا په ويسکانسن او الاباما ايالتونو کې بيړنی حالت اعلان شوی او همدا راز مينه سوټا او مشيګان ايالتونو کې د الوتکو پروازونه ځنډول شوي دي او مرستندويه ډلو ته د تيارسۍ امر شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x