
پنټاګون: خلیلزاد او طالبان د سولې خبرو لپاره نور وخت ته اړ دي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پيټريک شاناهان وايي، چې د افغانستان سولې لپاره د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د سولې روانه پروسه نور وخت ته اړتيا لري، تر څو ښې پایلې ترلاسه شي.
پيټريک شاناهان په افغانستان کې د امریکا او ايتلافي هېوادونو هڅې او فعاليتونه د افغانستان د ثبات او امنيت لپاره ګټور بللي دي.
شاناهان په خپلو خبرو کې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د خاص استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه خوشبيني ښودلې او زياتوي، چې دا پروسه نور وخت ته اړتيا لري او هېڅوک بايد له دې خبرو د جاوديې اغېز تمه ونه کړي.
هغه زياتوي: «زه په دې باور يم، چې ښاغلي خلیلزاد ته بايد نور فرصت ورکړل شي، تر څو له طالبانو سره په روانو خبرو کې نور پرمختګونه وشي او موږ يوې ښې پایلې ته ورسيږو.»
د يادونې وړ ده، چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امريکايي پلاوي د تېر کال نومبر مياشتې راهيسې له طالبانو سره د مخامخ ناستو لړۍ پيل کړې، خو د سولې دغو خبرو ته هيلې هغه مهال زياتې شوې، چې تېره اونۍ ښاغلي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره شپږ ورځې مسلسل خبرې وکړې او ډېری څارونکي له دغې ناستې د وروستۍ هوکړې په تمه وو.
که څه هم د دغې ناستې وروستۍ هوکړه نه ده اعلان شوې، خو د ناستې دواړه غاړې امریکا او طالبان دغو خبرو ته هيله من دي او شونې ده، چې راتلونکو ناستو کې نور پرمختګونه هم وشي.