نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امريکا په اوهايو ايالت کې يوه امبولانس چورلکه د ناروغانو د انتقال پر مهال رانسکوره شوې ده چې له امله يې درې تنه وژل شوي دي.
د امريکا رسنۍ د اوهايو ايالت د چارواکو له قوله وايي چې دا امبولانس چورلکه د اوهايو ايالت د کولومبوس ښار په سل کېلو
مترۍ کې په يو ځنګله کې راغورځېدلې ده.
چارواکي وايي چې په دې پيښه کې دوه تنه نرسان او يو پيلوټ وژل شوي دي خو د چورلکې د غورځېدو لامل نه دی معلوم شوی.
تر دې وړاندې هم ډيری وخت په امریکا کې د تخنيکي ستونزو او هوا د خرابوالي له امله امريکايي چورلکې رانسکورې شوي دي.