افغانستان

غني د سولې له روانو هڅو نهيلی دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني وايي، چې د سولې روانې  روانې خبرې د تړلو دروازو تر شا له يوې وړې ډلې سره روانې دي، چې ښې پایلې  به ونه لري او د سولې له روانو خبرو يې نهيلي ښودلې ده.

له وړې ډلې د اشرف غني موخه په ظاهره طالبان دي.

ښاغلي غني دا هم ويلي، چې نړيوال بنسټونه د سولې  په اړه بریالۍ تجربې نه لري.

اشرف غني  نن د لويې جرګې په خېمه کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې د افغانستان سولې لپاره د ا مریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره له شپږ ورځنيو خبرو وروسته کابل ته راغلی او د ګډ حکومت له مشرتابه سره يې د قطر د مذاکراتو جريان شريک کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد له اشرف غني سره له ناستې وروسته په کابل کې رسنيو ته ويلي، چې د سولې کلي په کابل کې ده. په ظاهره د هغه اشاره د ګډ حکومت مشر اشرف غني ته وه، که دی د سولې لپاره د واک له انحصاره تېر شي، سوله په اسانه راتلی شي.

د اشرف غني منتقدين وايي، چې نوموړی د خپل واک د ژغورلو لپاره د سولې پروسه ځنډول غواړي او هڅه کوي، چې د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د سولې روانې خبرې ناکامې شي، خو امريکايي چارواکي ټينګار کوي، چې دوی خپل پوځيان له افغانستانه وباسي او د دې موخې لپاره يې له طالبانو سره د سولې خبرې چټکې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Ajmalqreeb

سلامونه او احترام:د افغان سولی مذاکرات خپل ابتدایی خوخورا مهم پړاوته ننوتی باید په تدبیر، حوصلې او ماضی تجریبواو دمستقبل ته په کتو تول دخیل اړخونه په احتیاط سره مخ پر وړاندي لاړسي، یعنی نه په ماضی کی دومره ګیر سی چی راتلونکی دپامه لاړسی او نه هم راتلونکی ته دومره خوش باوره سی چي دخوشباوریو په سیند کي ماضی او حال دواړه ډوب سي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x