شعـــــرونه

غزل: اختر محمد بهار

اختر محمد بهار

د خدای په زور راته سر زور ښکاري واړه د نړۍ
موږ طالبان کله زغمو کاږه کاته د نړۍ

له بې غوړیو ډبو جوړه میلمستیا کړو ورته
پرې کښېنوو دا نابللي مېلمانه د نړۍ

هغو نه طمعه د غیرت اوبو ته خوب ویل دی
د چا اخور کې چې اوس هم پراته واښه د نړۍ

کوم ځناور چې د انسان جامه کې خلک داړي
د هغوی غوښې ځناور کاندي ماړه د نړۍ

د وخت نمرود مست شي له ځان سره سکروټې راوړي
بیرته همدې اور کې هډونه شي سکاره د نړۍ

زمونږه غرونه غرونه غرونه حماسې زېږوي
مغرور سرونه یې لمنو کې پراته د نړۍ

دې دیمکراټو د لېوانو لاس نیوی کړی دی
دغه چې ځان ښیي خواخوږي او شپانه د نړۍ

که بیا وطن ته مې جانان او بهار دواړه راشي
پاس پر اوربل به مې ګلونه کړم خواره د نړۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x