افغانستان

د سعودي په جدې ښار کې هم سينما پرانيستل شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې د سينما له پرانيستو وروسته د سعودي په دوهم ستر ښار جدې کې د حکومتي چارواکو له لوري بله سينما پرانيستل شوه.

د سينما پرانيستو په دې  مراسمو کې د سعودي حکومت لوپوړو چارواکو، پانګوالو، د رسنیو استازو او  فلمي نړۍ ګڼ شمېر ستورو ګډون درلود.

د سعودي حکومت ورځپاڼې «عرب نيوز» انګليسي ورځپاڼې ليکلي، چې دغه سينما شپږ سالونونه او دولس ټلويزوني پردې لري او د سينما ودانۍ په نوې او پرمختللې توګه جوړه شوې ده.

د سعودي حکومت وايي، چې د روان کال تر پایه به په جده ښار کې پنځه سينماوې جوړې شي.

د يادونې وړ ده، چې سعودي کې پر سينما جوړولو بنديزونه وو، خو په ۲۰۱۷ کال يې پر سينما لګېدلي بندیزونه لرې کړل او د سينما لومړنی جواز يې د امریکا فلمي کمپنۍ «اې ايم سي» ته ورکړی دی.

د يادونې وړ ده، چې سعودي کې د ديني علماوو په غوښتنه حکومت په ۱۹۸۰ کال کې پر سينماوو بندیزونه لګيدلي وو، خو له تېرو څو کلونو راهيسې چې محمد بن سلمان د سعودي وليعهد ټاکل شوی، نوموړي د خپلسري واک لرلو له امله په هېواد کې  يو شمېر داسې ګامونه اخيستي، چې د سعودي له اسلامي او ملي تشخص سره مخالف دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x