
د مذاکراتو په اړه د حکومت په دريځ د اتمر نيوکې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د ملي امنيت پخوانی سلاکار او د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو نوماند حنيف اتمر د طالبانو او امريکا ترمنځ د روانو مذاکراتو په اړه د ګډ حکومت په دريځ نيوکې کړي دي.
حنيف اتمر د طالبانو او امريکا ترمنځ د مذاکراتو د روان بهير او په قطر کې د طالبانو او امریکايي لوري ترمنځ د وروستۍ ناستې په اړه د حکومت په دريځ نيوکې کړي دي او ويلي يې دي چې د مذاکراتو په اړه د ګډ حکومت ګونګ دريځ بې باورۍ رامنځته کړي دي.
هغه په خپل ټويټر ليکلي دي چې حکومت ددې په ځای چې د روانو مذاکراتو په اړه هيلې بښونکې څرګندونې وکړي ددې پروسې د سبوتاژ او په خلکو کې د ويرې خپرولو کوشش کوي او زياته کړې يې ده چې حکومت نشي کولای چې د سولې روانه پروسه سمه رهبري کړي.
اتمر په حکومت غږ کړی دی چې دا پروسه دې له انزوا او ګونګوالي څخه راوباسي او په سمه توګه دې رهبري کړي.
محمد حنيف اتمر دا څرګندونې په داسې حال کې کوی چې تر دې وړاندې هم يو شمير سياسي شنونکو د سولې په اړه د محمد اشرف غني په دريخ نيوکې کړې وې.
نن هم د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني د لويې جرګې په خيمه کې د خبرو پر مهال وويل چې د تړلو دروازو تر شاه د يوې وړې ډلې سره چې هدف يې طالبان وو خبرې کول به ښې پايلې ونه لري.
اشرف غنی دخپل قدرت دساتلو په خاطر تیار نه دی چی طالبانو سره سوله وشی که چیری سوله وشی افغان ملت به په غوڅ اکثریت سره خپل راتلوونکی ریس جمهور وټاکی ځکه چی اوسنی حکومت په غوڅ اکثریت نه دی رامنځ ته شوی اشرف غنی چی دعوه کوی چی زه د 35 میلونو مشر یم ښکاره دروغ وایی داځکه چی تر اوسه پوری په افغانستان کی په انتخاباتوکی خلک په مختلفو دلایلو ګډون نه کوی …
اتمر د درو استخباراتی شبکو د فراغت پاخه اسناد پلاس کی لری:
شوروی
انګرېز
امریکه
امّا نن سبا ئې انګرېزی سند ډېر معتبر برېښی او هغه کسان چي په راتلونکو ټاکنو کی ئې د نوموړی ملاتړ کړیدی هم د انګرېز سرسپارونکی مزدوران دی.
د محترم غ ۰ حضرت تبصری د اتمر د خاد ( پخوانی اتحادی شوروی ) او وروسته د انګلیس او امریکا جاسوسی سره دده همرنګه ملګرو کرکتر ډیر ښه بیان کړۍ دی !