نړۍ

ټرمپ: د افغانستان روانه جګړه له سوله ييزې لارې ختمول غواړو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ  ټرمپ ویلي، چې د افغانستان اوږده مهالې لانجمنه جګړه له سوله ييزې لارې ختمول غواړي.

ټرمپ په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې روانې اتلس کلنې جګړې افغانان ستړي کړي او دغه جګړه بايد نوره پای ته ورسيږي.

هغه د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانو خبرو په اړه خوشبيني ښکاره کړې او زياتوي، چې راتلونکي وخت کې به روښانه شي، چې دغه خبرې څومره بريالۍ کيږي.

ټرمپ د افغانستان روانې جګړې د سوله ييز حل په اړه دا څرګندونې په داسې  حال کې کړي، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د سولې داسې خبرې پيل کړي، چې دواړه لوري ورته خوشبینه دي.

دواړه لوري وايي، چې په دغو خبرو کې پر اهمو مسائلو هوکړې ته رسيدلي او د نور پرمختګ هيله يې هم ښکاره کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x