افغانستان

د امريکايانو له وتلو وروسته د افغانستان په اړه د طالبانو دريځ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته به له افغانانو سره د وروڼو په څېر ژوند وکړي او په يواځې ځان د افغانستان د اداره کولو هڅې نه کوي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهیل شاهين اسوشېټيډ پريس خبري اژانس ته ويلي دي چې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته طالبان غواړي چې د نورو افغانانو سره يو ځای د ورونو په څېر ژوند وکړي او يو بل وزغمي.

شاهين زياته کړې چې د امريکایانو له وتلو وروسته په واک باندې دانحصار هوډ نه لري او د يو داسې افغانستان ليدل غواړي چې هر افغان په کې خپل ځان وويني.

نوموړي ويلي دي چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته بايد په افغانستان کې د نويمو کلونو تجربې تکرار نشي او افغانان بايد د يو بل د زغملو او د ورونو په څېر د اوسېدلو فکر وکړي.

شاهين وويل چې له امريکايي لوري سره يې د افغانستان د قضيې د سياسي حل په موخه خبرې ښې روانې دي چې ددې لړۍ بله غونډه به د فرورۍ په ۲۵ په قطر کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

you donot say anything about pakistan/in every office must be one pakistani isi officer in charge of office,or other way afghanistan must be under the dictation ofpakistan.we knows you talibs are pakistani solders.
always be afghanistan.
death on pakistan&isi agents

غوربندي

نه پوهيژم چې ستاسو به له کوم حيوان سره مينه لری،،، دا چې په مستقله توګه لکئ نه پيدا کيژي، نو ځکه خو هيله لرم ستاسو د مينې وړ يو د لويې لکئ لرونکی حيوان تلسو ته تحفه کې درکړم.

Speen Ghar

Hahaa Kamawal Saib

Do not worry about Pakistan. Soon it would be again a great Afghanistan. It would be soon again under the control and leadership of Abdalies (Duranies), Khattacks and Kamawals.

Also, be carefull when you write in English.

غوربندي

الحمدلله ثم الحمدلله

هغه وخت او شېبې هم تېرې شوې چې د ثور د اتمې تاوده خبرونه به يوازې ابليسې بي بي سي خپرول.

نن څوک بي بي سي ته ورتو کوي هم نه.

Ahmed

راز محمد کاموال ته
ته دی اعصابو له ‌‌‌‌‌‌ډاکټر سره خامخا وګوره
ضرورت ورته لری.
اوس څوک !څوک دی افغانان ټول شه پيزه نی.
مونږ ده چا خبرو ته اهمېت نه ورکوه بلکه عمل ئ ګورو

ابو عافيه

مونږ اسلامي امارت ته هر کلی وایو.مونږ په افغانستان کي اسلامي نظام په هيله يو.مونژ مشرانو چه اوکړل هغه مونږه ته قبول دی

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x