افغانستان

حکمتيار: طالبان اوسني حکومت سره د خبرو نه کولو حق لري / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د اریانا نیوز سره په مرکه کې وایی، که سوله پر موقت حکومت مربوط شي، نو را منځته دي شي.

نوموړي وویل چې طالبان که د اوسني حکومت سره خبرو ته اماده نه وي، او غواړي چې د یوه بې طرفه حکومت سره مذکرات وکړي، نو ښه خبره به وي، باید چې اوسنی حکومت له منځه یو وړل شي او داسي موقت حکومت را منځته شي چې ټولو ته د منلو وړ وي.

حکمتیار همداراز وویل چې موقت حکومت باید د لنډې مودې لپاره وي او اصل دنده یې د طالبانو سره مذاکرات او همداسي بالاخیره د انتخاباتو را منځته کول وي.

«که طالبان موافق وي او اړتیا لیدل کیږي، نو موقت حکومت باید حتمي جوړ شي او باید د لنډې مودې لپاره وي».

نوموړي همداراز وویل چې طالبان که اساسي قانون کې بدلون غواړي نو باید د لویې جرګې په واسطه وشي، باید د طالبانو، بهرنیانو او اوسني حکومت تر منځ په اساسي قانون او نظام کې بدلون را نه شي.

«د قانون په چوکاټ کې د لویې جرګې له لاري هم نظام بدلیدای شي او هم اساسي قانون».

حکمتیار وویل چې د افغانستان په سوله کې د پاکستان ونډه او د هغوی مداخلت «خوشي بې بنسټه» خبرې دي.

نوموړي وویل چې د سولې کیلي په کابل کې نه ده، بلکې د جګړې اصل لامل همدا نظام دی، که طالب هم جګړې ته اړ دی، نو د همدې کابل حکومت له وجې دی، که بهرنیان دلته موجود دي، نو د هم د کابل حکومت له وجې.

«یوه قوي مرکزي حکومت ته اړتیا ده چې ملت یې تر شا ولاړ وي، دغه سي حکومت کولای شي، په افغانستان کې د اوږدې مهاله سولې تضمین وکړي».

«د اوسني حکومت او نظام ټغر په ټولیدو دی، تر څو چې په دغه نظام کې تغییر نه وي راغلی، په افغانستان کې امن او سوله نشي راتلی».

حکمتیار وویل چې مونږ د سولې په موخه کابل ته راغلو، او فکر مو کوی چې حکومت د سولې په موخه مونږ ته بلنه راکوي، خو اوس پوهیږو چې د سولې په ارتباط حکومت نور اعتبار نه لري، ځکه خپل تر امضا شویو تړونونو تېر شول او یو بند یې هم علي نه کړ.

نوموړي وویل چې حکومت د حزب اسلامي سره د سولې ټولې پریکړې نه دي عملي کړي، ځکه طالبان باید د اوسني حکومت سره خبرې او معاهدې ونه کړي. او له همدې وجې يې په ابوظبي او قطر کې ورسره له لیدو انکار وکړ.

حکمتیار وویل چې پر دولت مو اعتماد بې ځایه وکړ، خو کابل ته په راتګ پښېمانه نه یو.

نوموړي وویل د افغانستان حکومت اوسني چارواکو ګټه په جګړه کې ده، که سوله راشي، دوی به له دغو امتیازاتو محروم شي.

حکمتیار وویل چې اوسنی حکومت هیڅ څه هم په واک کې نه لري، فساد اوج ته رسیدلی، قتل عام روان دی، حکومت هیڅ لاسته راوړنې نه لري.

حکمتیار وویل چې د اشرف غني په مشري افغان حکومت نشي کولای چې په راتلونکې سوله کې نقش ولري او یا پر سولې منفي یا مثبت اغېز ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

حکمتيار صاحب ښه ولې متناقض غږيدلی، البته ستونزه دا ده چې تناقض د دوی د شخصيت برخه ده او هيله لرم چې طالبان به يې معذور وشميري. خبريال دوه ځايه لکه د بې دانه توتو د ونې په شان وڅنده: اول: ګوډاګي حکومت ته د دوی تسليمي دوهم: د نوماندی په تړاو په خپل تنظيم کې تر خپل ځان پرته اهل نه ليدل. حکمتيار صاحب لاندې خبرې پخې او د کاڼی کرښې وکړې: ۱- سوله به راځي او ژر به راځي. ۲ـ د سولې په مخ کې خنډ د کابل اداره ده ۳- طالبان حق لري چې له کابل ادارې… نور لوستل »

جميل

گل ### نه ددى دنيا شوى نه د ااخرت ، نه كفارو چندانى ونازولى او نه هم موءمنينو، لا دى هم منافقت د سره ندى وتلى .
كوم احمق به وى چى ستا خبره ومنى .

طیب

وايي قاضي خپلہ ………ورکولہ بل تہ یی ښونہ ورکولہ .گلبدن در ښیمہ

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x