د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شیرمحمد عباس ستانکزی او د ټرمپ خاص استازی زلمی خلیلزاد

د سولې د تر سره شویو خبرو په اړه د وضاحت اړتیا

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

په قطر کې د امریکايي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په ترسره شویو خبرو کې د دواړو لوریو په حواله متفاوت نظرونه خپریږي.

دغه تفاوت تر ډیره په هغو رسنیو کې منعکس کیږي کومې چې د دوئ دواړو په پلوي اظهار نظر کوي.

که د دغو رسنیو انعکاس ته په غور سره وکتل شي په هغو کې ډیر داسې ټکي شته چې د طرفینو له خوا له اعلان شویو خبرو سره توپیر لري.

د بیلګې په ډول په یادو نظرونو کې په طالب پلوه رسنیو کې داسې خبرې نشر شوې چې د قطر په شپږورځنۍ غونډه کې ټولې خبرې پرهغې اجنډا شوې کومه چې د طالبانو له خوا وړاندې شوې او توافق هم پرهغو دوو خبرو شوی چې یوه یې د امریکا غوښتنه وه (چې له افغانستان څخه امریکا ته تهدید نه متوجه کیدل) او بله یې د طالبانو مطالبه وه ( چې د بهرنیو ځواکونو حضور په بشپړ ډول پای ته رسول و)

خو زلمي خلیلزاد کابل ته په رسیدو سره په خپلې ټویټر پاڼې کې د قطر د شپږورځنۍ غونډې د پایلو په اړه لیکلي:

(( په قطر کې مو ترسره شوې خبرې تر پخوانیو هغو ډیرې موثرې وي مګر تر اوسه پوري زمونږ او طالبانو ترمنځ په هیڅ شي هم هیڅ ډول توافق نه دی تر سره شوې ، اوس فعلا مو خبرې متوقفې او څه وخت وروسته به بیا له سره پیل شي.))

د طالبانو او امریکا ترمنځ د ترسره شویو خبرو د پایلو په اړه دغه ابهام د جانبینوله لوري د مشترکې رسمي اعلامېې د نه خپرولو له امله رامنځته شوی.

که څه هم چې تر اوسه پوري د طرفینو ترمنځ د مذاکراتي بهیر وروستې هوکړه نه ده اعلان شوې خو د تر سره شویو خبرو د پایلو په اړه دغه ابهام کولای شي په عمومي ډول د مذاکراتي پروسې په اړه عامه ذهنیت اغیزمن کړي.

دا چې د هیواد د اشغال د خاتمې په اړه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ روان مذاکراتي بهیر نهایت حساس او هره نقطه یې مختلف تعبیرونه لرلای شي نو جانبینو ته په کار ده چې له رسنیو سره یواځې هغه پایلې شریکې کړې کومې چې رسما د دواړو لورو له خوا تائید او فیصله شوې وي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
طاهر خان
میلمه
طاهر خان

سلامونه او نيکي هيلي: ستاسې نظر سره متفق يم. خليلزاد خو به کله نه کله د خبرو ورسته کابل کي د امريکا په سفارت کي ژورنالستانو سره خبري وکړي او ويډيو به يي هم خپره کړه او په ټويټر هم فعال دي ولي قطر کي د طالبانو سياسي دفتر او وياند شائد د ميډيا د اهميت څخه خبر نه دي او يا نه غواړي چي د خبرو سپيناوي وکړي. حالانکه سهيل شاهين ژورنالست هم پاتي شوي ولي ميډيا سره خبرو څخه ډډه کوي. د دفتر مشر شير عباس ستانکزي هغه وخت ويډيو جاري کړ کله چي خليلزاد کابل کي د… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

طالبان د الله ج عسکر دی دروغ نه وایی تر دروغو چوپ پاتی کیدلو ته ترجیح ورکوی جنګی حالاتو کی د چوپ پاتی کیدلو جواز لری، حق پټولو ته کفر وایی مثلا دوی له هغه ذات انکار کوی چه دوی یی خلق کړی دا دروغ او حق پټونه ده یا زمونږ هیواد د اشغالولو د پاره یی په دروغو او جعلکاریو د سپټمبر فاجعه یی رامنځته کړه. اوس هم دروغ ویل مهارت او هنر ګڼی طالبان نه غواړی او نه اړه لری چه د هغوی د هر دروغو سره دوی سپیناوی وکړی . ښکاره خبره دی چه د سولی ټولی… نور لوستل »