د سولې د تر سره شویو خبرو په اړه د وضاحت اړتیا

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شیرمحمد عباس ستانکزی او د ټرمپ خاص استازی زلمی خلیلزاد

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

په قطر کې د امریکايي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په ترسره شویو خبرو کې د دواړو لوریو په حواله متفاوت نظرونه خپریږي.

دغه تفاوت تر ډیره په هغو رسنیو کې منعکس کیږي کومې چې د دوئ دواړو په پلوي اظهار نظر کوي.

که د دغو رسنیو انعکاس ته په غور سره وکتل شي په هغو کې ډیر داسې ټکي شته چې د طرفینو له خوا له اعلان شویو خبرو سره توپیر لري.

د بیلګې په ډول په یادو نظرونو کې په طالب پلوه رسنیو کې داسې خبرې نشر شوې چې د قطر په شپږورځنۍ غونډه کې ټولې خبرې پرهغې اجنډا شوې کومه چې د طالبانو له خوا وړاندې شوې او توافق هم پرهغو دوو خبرو شوی چې یوه یې د امریکا غوښتنه وه (چې له افغانستان څخه امریکا ته تهدید نه متوجه کیدل) او بله یې د طالبانو مطالبه وه ( چې د بهرنیو ځواکونو حضور په بشپړ ډول پای ته رسول و)

خو زلمي خلیلزاد کابل ته په رسیدو سره په خپلې ټویټر پاڼې کې د قطر د شپږورځنۍ غونډې د پایلو په اړه لیکلي:

(( په قطر کې مو ترسره شوې خبرې تر پخوانیو هغو ډیرې موثرې وي مګر تر اوسه پوري زمونږ او طالبانو ترمنځ په هیڅ شي هم هیڅ ډول توافق نه دی تر سره شوې ، اوس فعلا مو خبرې متوقفې او څه وخت وروسته به بیا له سره پیل شي.))

د طالبانو او امریکا ترمنځ د ترسره شویو خبرو د پایلو په اړه دغه ابهام د جانبینوله لوري د مشترکې رسمي اعلامېې د نه خپرولو له امله رامنځته شوی.

که څه هم چې تر اوسه پوري د طرفینو ترمنځ د مذاکراتي بهیر وروستې هوکړه نه ده اعلان شوې خو د تر سره شویو خبرو د پایلو په اړه دغه ابهام کولای شي په عمومي ډول د مذاکراتي پروسې په اړه عامه ذهنیت اغیزمن کړي.

دا چې د هیواد د اشغال د خاتمې په اړه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ روان مذاکراتي بهیر نهایت حساس او هره نقطه یې مختلف تعبیرونه لرلای شي نو جانبینو ته په کار ده چې له رسنیو سره یواځې هغه پایلې شریکې کړې کومې چې رسما د دواړو لورو له خوا تائید او فیصله شوې وي.

تبصرې (2)

  • سلامونه او نيکي هيلي: ستاسې نظر سره متفق يم. خليلزاد خو به کله نه کله د خبرو ورسته کابل کي د امريکا په سفارت کي ژورنالستانو سره خبري وکړي او ويډيو به يي هم خپره کړه او په ټويټر هم فعال دي ولي قطر کي د طالبانو سياسي دفتر او وياند شائد د ميډيا د اهميت څخه خبر نه دي او يا نه غواړي چي د خبرو سپيناوي وکړي. حالانکه سهيل شاهين ژورنالست هم پاتي شوي ولي ميډيا سره خبرو څخه ډډه کوي. د دفتر مشر شير عباس ستانکزي هغه وخت ويډيو جاري کړ کله چي خليلزاد کابل کي د قطر د ورستي غونډي خبري وکړي. معنا دا چي طالبان به اوس د خليلزاد د خبرو ورسته مجورا خبري کوي. دطالبانو نظامي وياند ذبيح الله مجاهد هم اکثر جواب ورکوي “د معلوماتو په لټه کي يم که څه مي ترلاسه کړه نو شريک به يي کړم” ولي د مجاهد ۹۵ سلنه جواب بيا رانه شي. خير طالبان زوره ور دي او څوک يي مجورولي هم نه شي او دا يي هم سوچ دي چي فقط دوي په هر څه پوهيږي او نور ساده خلک دي. پروني خبره ده چي د قطر دفتر وياند ته مي پر وټس اپ ميسج ليګلي چي لوستي يي هم دي ولي دا تکليف يي ونه کړ چي جواب ورته هم ووائي. د طالبانو مشران بائد چي دي ترجمانانو ته لاښونه وکړي چي د ميډيا پوښتنو ته پر وخت جواب ووائي

  • طالبان د الله ج عسکر دی دروغ نه وایی تر دروغو چوپ پاتی کیدلو ته ترجیح ورکوی جنګی حالاتو کی د چوپ پاتی کیدلو جواز لری، حق پټولو ته کفر وایی مثلا دوی له هغه ذات انکار کوی چه دوی یی خلق کړی دا دروغ او حق پټونه ده یا زمونږ هیواد د اشغالولو د پاره یی په دروغو او جعلکاریو د سپټمبر فاجعه یی رامنځته کړه. اوس هم دروغ ویل مهارت او هنر ګڼی طالبان نه غواړی او نه اړه لری چه د هغوی د هر دروغو سره دوی سپیناوی وکړی .
    ښکاره خبره دی چه د سولی ټولی ستونزی اخری شوی نه دی که شوی وی نو بیا خوبه یی خامخا ګډه اعلامیه خبروله .هو دا چه امریکایان ووځی دا نهای شوی مګر د وتلو د پاره وخت او شرایطو ته اړه لری تر اوسه نه ده نهای شوی، ستانکزی صاحب وویل چه تخنیکی ټیمونو مو ټاکلی چه په هغه مهال ویش او نورو شرایطو کار وکړی د ۴۰ کلو وران کور په عین وخت کی حتی نه جوړیږی . وخت ته اړه لری، د مثال په ډول څوک د چا خور او لور غواړی ، تر منځ یی توافق چه درکوو یی رامنځته شوی مګر شرایط یی نه وی نهای شوی په هغو شرایطو کار کیږی تر څو چه هغه شرایط نه وی نهایی شوی د هغه نجلی ورکړه نه رسمی نه اعلانوی مننه