نیویارک ټایمز: ټرمپ ته د غني لیک

ژباړه او لنډیز: واحد فقیري

اشرف غني په یوه لیک کي له جمهورریس ټرمپ څخه غوښتي چي د امریکايي عسکرو د مصارفو د راکمولو په عوض کي دي له افغانستانه عسکر نه باسي. اخبار لیکي چي اشرف غني وار خطا سوی دئ، او غواړي چي د امریکايي عسکرو د ساتلو لپاره مختلفي لاري چاري ولتوي.

نیویارک ټایمز د جنوري پر ۳۰ مه لیکي په داسي حال کي چي د عراق مشرانو د امریکايي عسکرو له وتلو څخه تود هرکلی کاوه،‌ خو اشرف غني ترې ډارېږي، ځکه متحده ایالات د هغه د حکومت حامي او پایه ده. د اشرف غني ملګري وايي که څه هم ټرمپ د افغانستان سره د اوږدې مودې تعهد کړی وو، خو اوس داسي ښکاري چي هغه د خپلو قواوو د ایستلو په برخه کي چندان شک او تردید نه لري.

افغان چارواکي وايي غني او دار و دسته ئې ټرمپ ته د دې لیک په باره کي ډېري سلا مشورې کړي دي، او هغوی پدې لیک کي د امریکا د مصارفو د راکښته کولو او د عسکرو د راکمولو مفکورې ځای کړي دي. پدې لیک کي د امریکا لپاره د کاله د دوو میلیارډو ډالرو سپما او د امریکايي عسکرو شمېر ۳۰۰۰ ته راکمول شامل دي.

نیویارک ټایمز لیکي د اشرف غني او نورو افغان سیاستوالو تر مینځ اختلافات زیات سوي دي، ځکه زیاتره افغان سیاستوال د امریکایانو او طالبانو له مذاکراتو څخه حمایت کوي. هغوی وايي چي غني د سولي لپاره یو څرګند خنډ دئ. مخالفان وايي چي د سولي لپاره د اشرف غني ټاکلی ټیم د افغانانو نماینده ګي نه کوي.

اخبار لیکي د غني او خلیلزاد تر مینځ د یکشنبې ملاقات سوړ وو، او د طالبانو سره د مذاکراتو په برخه کي هیڅ پرمختګ پکښې ندی راغلی. لدې ملاقات څخه سمدستي راپس، غني په خپله تیلویزیوني وینا کي خپه او بړوس ښکارېدی. هغه وویل،«موږ باید دا هېره نه کړو چي د دې جنګ قربانیان افغانان دي، نو لهذا د سولي ابتکار هم باید د افغانانو سره وي.»

د غني او خلیلزاد د ناخوښ ملاقات یوه بله علامه دا وه چي غني د لومړي ځل لپاره له امریکايي «بمباريو» څخه انتقاد وکړ. امر الله صالح د بي بي سي سره په یوې مرکي کي وویل،«که څه هم د اقتصاد له نظره موږ پر غرب باندي تړاو لرو، خو په امنیتي لحاظ غرب پر موږ باندي تکیه لري.»‌

نیویارک ټایمز لیکي د غني اکثره افغان مخالفان وايي چي غني د سولي په مورد کي مقاومت کوي، ځکه غني ډارېږي چي سوله به د هغه بیا انتخابېدل له خطر سره مواجه کړي.

حنیف اتمر وايي،«د دې پر ځای چي حکومت په خلګو کي هیله ایجاده کړي، او دا حیاتي پروسه مخته بوزي، حکومت لګیا دئ چي دا پروسه زیانمنه کړي، او په خلګو کي ډار او واهمه واچوي.» اتمر علاوه کوي،«حکومت باید د طالبانو سره د سولي له عملیې څخه حمایت وکړي. خو دا نقش به هله ولوبوي چي حکومت له نزوا او تنګ نظرۍ څخه راووځي، او د سولي لپاره خلګ قربانۍ ته اماده کاندي.»

داود مرادیان وايي،«غني تاریخ ته ګوري. متحده ایالاتو خپل ډېر ملګري یوازي خوشي کړي دي — د ایران پاچا او د مصر حسني مبارک. غني باید پدې برخه کي اندېښمن وي.» مرادیان زیاتوي،«تر هغه ځایه چي زه غني پېژنم، زه فکر کوم چي غني یوازي شخصي ګټي په نظر کي لري. خو د تاریخ پدې مقطع کي، د هغه ګټي د دولت جوړولو له پروسې سره اړخ لګوي.»

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د