دا وطن د دوو کسانو نۀ دی ښا!؟

لیک: محمد رحیم سکندر

لکه دا نن داسې راته یادېږي، کله چې د طالبانو حکومت پای ته ورسېد نو څۀ وخت وروسته د خوست سرګردان چوک کې یو کس و، یو طالب یې راونېو او څو څپېړې یې کش کړ.

عسکر راغلل، خو هغه کس ورته وویل چې دغۀ کس زۀ د طالبانو دوره کې وهلی وم، بس جنجال ختم شو.

تر دې وړاندې چې ډاکټر نجیب اعدام شو، که هر هېواد پې اعدام کړی وي، خو د افغانانو په لاس یې وواژۀ او تر دې هم وړاندې تره‌کی او سردار داوود خان هم افغانانو ووژل.

د ډاکټر نجیب چا نوم نۀ شو اخیستی، خو ځینو ځوانانو مبارزه پیل کړه او اوس د ډاکټر نجیب اونۍ نمانځل کېږي.

په لومړیو کې چې ګلبدین حکمتیار سوله کوله ښۀ غور یې و، خو اوس هغه هم کمزوري حالت کې دی.

وختونو سره واکونه او نظامونه اوړي را اوړي، کله یوه ډله بري وي او کله بله، خو د واک په نشه کاڼۀ لا هم راتلونکی تر دې ښۀ او د ځان په ګټه بولي.

خو زما د سترګو وړاندې درېیم انقلاب تېرېدونکی دی او تجربه راته شوې چې تېرو حکومتونو کې واکداران اوس کې یوازې د ژوند تېرولو ارماني دي او د اوس ولا بیا د تېرو واکدارانو ځای ناستي دي او په هر چا سترګې ور خړوي.

تېر واکداران او یا یې زامن/ پلویان په بې واکۍ کې دا شعرونه زمزمه کوي:

که وخت راغی لۀ هر چا به د هر څۀ پوښتنه وکړم

د غمیو، د لرګیو، د پګړیو د سړیو ؟

زۀ څوک غچ اخیستو ته نۀ هڅوم، خو افغانستان همداسې ملک دی چې ډېرو سره حسابونه شوي، نۀ یوازې افغانستان بلکې نورو هېوادونو کې هم داسې.

پاکستان کې مې دا څو دورې نۀ په زړۀ کېږي چې صدراعظمانو پوره دوره سر ته رسولې وي، نواز شریف او زرداري دوی اوس هم شکنجه حالت کې دي او د عمران خان خاتمه به تر دې بدتره وي.

د عراق صدام حسین یې ولې اعدام کړ؟ خو ظلم به یې کړی وي او دا اوسني یې هم منې که لۀ واک بایللو وروسته په روغ ښېڼه کېني او نۀ ناست دي.

افغانستان خو بیا داسې هېواد دی چې که نړیوالو لاس ترې واخیست نو هره شېبه یې د حکومت چپه کېدو او انقلاب راتلو امکان شته.

دا کومه ګپه نۀ ده، ځکه یو خو تمام خلک په یو دریځ نۀ دي ولاړ، که کمه زیاته دې ور سره وکړه نو داسې هم شته چې عسکر خپل قوماندان وژلی، کمانډو او اردو والاوو په قرارګاوو کې هغه بهرنیان وژلي چې معاش لۀ دوی ورته رسېدۀ، ورور خپل ورور او زوی پلار، پلار زوی وژلي.

دروېش درانی وایي:

دا وطن داسې وطن نۀ دی اشنایه
چې اشنای دې لۀ اشنایه نۀ وېرېږي

په ټوله کې مطلب دا دی چې افغانستان کې دې څوک پخپله څوکۍ او دبدبه نۀ نازېږي او نۀ دې دوامدار/ میراثي بولي.

دا وطن ځکه د دوو کسانو نۀ دی چې دلته یوازې پښتانۀ نۀ اوسي. ازبک، ترکمن، تاجک، هزاره او نور ګڼ قومونه او قبیلې هم اوسي، دین، هېواد او خپلې ژبې لپاره یې مبارزې کړې او قربانۍ یې ورکړې دي او حق لري چې سهم ورکړل شي او د ځان غوندې یې ددې خاورې اوسېدونکي وبولو.

دا وطن کاروانه د اغیارو لایق نۀ دی
ډلې، ډلې‌، ډلې شهیدان ورپسې مړۀ دي

رنګا رنګ ټاپې لګول اوس یو معمول دی، چندان چک نۀ لګوي او څوک چې وایي پلانی عقدیي شوی نو سوال دا دی چې دا عقده یې لۀ کومې پیدا شوه؟

دلته نۀ په عقیدې سترګې پټولی شو او نۀ په عقدې.

د واک ولا وایي چې پلانی ځکه کمزوری دی چې ناحقه مبارزه کوي او کمزوري بیا پړه په واکدارانو ور اچوي چې دوی فساد کوي، رشوت اخلي او لۀ بیت الماله د بېوزلو په رټنه او بې‌ستره کولو ګټه اخلي.

اشرف غني که ښۀ کارونه کړي وي هم لۀ واک ایسته به یې ګورئ چې پلویان یې شنې لښې پسې راواخلي، ځکه هغه مهال حامد کرزی د ډېرو خلکو ایډیال و، خو اوس یې څۀ او څۀ نۀ بولو؟

دا لیکنه دې نښه وي.

اشرف غني فساد کړی، د کرزي پر مهال په فساد کې افغانستان د نړۍ اتم نمبر هېواد و او د غني وخت کې څلورم مقام ته راغی، واک وېشلو ته لومړی غني لار هواره کړه، وطن یې د دوو کسانو وبالۀ او قانون یې شنې ونې کړ. په سپين‌ږیري ایشچي یې دوستم سپور کړ او لۀ ارګه یې لواطت خانه جوړه کړه.

ننګرهار کې یې د بمونو مور وکاروله، د شرم پوزې مو نشته، بې شمېره ناروغۍ یې وزېږولې.

دروېش درانی وایي:

جهان دلۍ، دلۍ وسلې بار کړې زما پر اوږو
وایي دا خپل وطن ته یوسه او خیرات یې کړه ته

په ډېورنډ یې معامله وکړه او د ابرومن ولس د سترګو وړاندې یې د خځلو بړبوکۍ جګه کړه.

پښتو چې کرزي لۀ ملي ژبې رسمي ته واړوله، غني برعکس پښتو د افغانستان دوهمه ژبه وبلله.

د ارګیانو دا دلیل چې د رایو اخیستو لۀ مجبورۍ یې دا بد کارونه وکړل، خو بېرته یې د غني مخالفینو دا ادعا تایید کړه چې غني څوکۍ پسې په سر ورلکېږي او یا یې ژبۍ پسې وځي.

څو ځله سولې ته موقع برابره شوه او څو ځله اشرف غني کڼاوې په پښو لغتې ورکړې.

د بې‌سرپنا او یتیم ولس لۀ تلیفونونو یې په مېلیاردونو پیسې غلا کړې، په دې وینو او زوو یې خپلې بي بي ګلکې او زامنو ته وینه‌زبېښونکي شرکتونه ودان کړل او په غړولو سترګو یې د ملت لۀ حقه ګرد پورته کړ.

دا خو هسې سرسري یادونې وې، ګنې یوازې یې په نیمګړتیاوو شل جلده کتابونه لیکل کېدی شي.

اشرف غني خپله تاییدوي چې پخپله څلورکلنه دوره کې یې ۴۵۰۰۰ سرتېري وژل شوي او پې ویاړي هم چې دا به خامخا وژل کېږي.

تۀ به وایې پخپله یې زېږولي دي او هېڅ مور نۀ ده پې لنګه.

دی دې مونږ ته لۀ ۴۵۰۰۰زرو مېرمنو فقط ۴۵ داسې میندې راپیدا کړي چې زامن یې د سرونو سوداګر حکومت ترې تري‌تم کړل او دوی دې ووایي چې پروا نۀ کوي نور زامن به هم د اشرف غني قربانیو ته زېږوو/ ورلېږو.

د دې ولس ناز چې په غني یې لا هم کوي، خو غني دغه ناز لکه سورخولی ماشوم د لاس په څټ وواهۀ او هیلې یې په تیله ور لړه کړې.

خپل خاورو کې پروت شهید ګلابي ماشوم یې سترګو کې نم پیدا نۀ کړ، تر اوسه یې لۀ ډاره بمبار ونۀ غاندۀ، فکر کا چې رزق به وراباندې ودرېږي، خو په الوتکه کې یې بهرنيو ماشومانو سره د مچکو په چړپ چړوپ کې سیلفیان ووهل.

لۀ زندانونو یې د ترهګرو روزنتونونو جوړ کړل، ځکه په شخصي او قومي بدیو کې ښکېل کسان یې د نظام د مخالفینو او ترهګرو په تور بندیان کړل او ددغو سیاسي بندیانو شمېر چې ۳۰زرو کسانو ته رسي، اوس یې د عقدې اور په سینه کې په غوړنجو دی که را خلاص شي، تۀوا په ۳۰لاکو به وطن لمبه نۀ کړي او د چا په دوره کې دا قصدونه شوي دي؟

کومه کرکه وه چې غني هېواد کې ونۀ زېږوله؟ دومره بدۍ یې راتلونکې نسل ته په مېراث پرېښوې چې اومۀ به سره وشپېلي.

غني ته ښاغلي سلیمان لایق بهترین تعریف لري.
“څوک د قام او ژبې د تبعیض قرمانان شول.”

د یاد تاریخ کتابونه که وسووځول شي باک نشته، خو برېښنا ثبت کړی او په یو کلېک یې زر ځایه را اړوي.

“د ګانا د پلازمینې اکرا پوهنتون استادانو او محصلینو د هند د خپلواکۍ سرلاري ګاندي مجسمه چې په یاد پوهنتون کې جوړه شوې وه ولې یې ونړوله؟

ځکه ګاندي یو متعصب انسان و او د ځوانۍ پر مهال چې سَوت افریقا کې اوسېده په ځینو بیانونو او لیکنو کې یې د تور پوستو په اړوند ښه نظر نه و ورکړی.

دا چې دوی متعصبین نه ول؛ لازمي وه چې مجسمه یې لۀدې ځایه لرې کړې وی.”

دا یاد ساتئ، همدغه تاریخ چې تاسې پې نازېږئ همدغه تاریخ به د غني زیارت، لوحه او مجسمه په کاڼو ولي.
که مونږ نۀ وو ژوندي، زمونږ زامن او لمسي به بوین تاریخ ټرش ته اچوي.

دا وطن ځکه د دوو کسانو او دوامدار نۀ دی چې څۀ موده وړاندې د خوست نوي والي محمدحلیم فدایي د معرفت غونډه کې د سوداګرۍ خونو رئیس نواب امېرزي د ولایتي ادارې د دفتر رئیس سره فزیکي شخړه وکړه، ځکه د تېر والي حکم خان حبیبي دوره کې یې دوکاله نواب امېرزی په ولایتي اداره بند کړی و.
د شخړې ویډیو یې شته.

دا هغه کوچني او ستر مثالونه دي چې ټول یې شاهدان دي. خو ډېری خلک داسې دي چې هدیرې ته هم تللي وي او په ډېرو یې خاورې هم اړولې وي، مګر سل سلنه دا نۀ مني چې ګنې زۀ به هم مرم.

که بادار د ولس قربانۍ غواړي نو ولس یې هم حاصل غواړي، ځمکې ته د وینو سره ورکول لۀ زیان ایسته بل هېڅ حاصل نۀ لري.

همېشه به جېل کې نۀ وې خوشال خانه
عاقیبت به عاصي وځي لۀ جهیمه

تاسې به د منظور پښتون هغه عکس لېدلی وي چې په یوه ګڼه‌ګوڼه کې لاس په سلام ناست دی او د پنجاب پولیس یې په ډانګونو خرپوي، خو اوس یې هم وینئ چې د منظور پښتون د ژبې په دورو هر پنجابی شړکېږي او ذهنونو کې یې د تغمو شنوسرو لیکو د بوډۍ ټال جوړ کړی.

نو دا وطن خو څۀ چې هېڅ وطن د دوو کسانو نۀ دی ښا!؟

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د