افغانستان

نيويارک ټايمز: اشرف غني له ټرمپ غوښتي، چې د امریکايي عسکرو د ويستلو پرېکړه بدله کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): کابل ته د زلمي خلیلزاد له راتلو وروسته د ګډ حکومت اشرف غني په يوه لنډه ويډيويي وينا کې ويلي و، چې د بهرنيو عسکرو شمېر به صفر ته راښکته کړي، خو نيويارک ټايمز ورځپاڼه وايي، چې ښاغلي غني په ارګ کې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس ويلز سره د ناستې  پر مهال د هغې پر لاس د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته ليک لېږلی او له هغه يې غوښتي، چې د خپلو عسکرو د ويستلو پرېکړه بدله کړي او  پر ځای يې د لګښتونو د کمولو په طرحه کار وکړي.

نيويارک ټايمز زياتوي، چې عراقي  چارواکو د امریکايي عسکرو د وتلو پرېکړه تاييد کړې او دا يې  د خپل هېواد په ګټه بللې وه، خو اشرف غني د امریکايي پوځيانو وتل د خپل حکومت په زيان بولي.

اشرف غني د ټرمپ په نوم دا ليک په داسې حال کې لېږلی، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد  په قطر کې د طالبانو له استازو سره له شپږ ورځنۍ  ناستې وروسته په کابل  کې د ګډ حکومت له مشرانو سره له ناستې  وروسته د سیاسي ګوندونو له مشرتابه سره ناستې پيل کړي دي.

د ارګ سرچينې  وايي، چې د غني  او خلیلزاد  ناسته په خوندوره فضا کې نه وه؛ ځکه چې خلیلزاد د عسکرو په ويستلو ټينګار کړی او غني يې مخالف دی.

د کارپوهانو په وينا زلمی خلیلزاد  په کابل کې د سياسيی ګوندونو او مدني بنسټونو له مشرانو او استازو سره د ليدو له لارې اجماع رامنځته کولو هڅه کوي او دغه اجماع به له طالبانو سره د نظام له ادرسه خبرو ته کينوي، چې دا کار تر ډېره ولسمشر  غني ته د منلو وړ نه ښکاري.

غني د سولې په اړه خپله ويډويي وينا او تېره ورځ د لويې جرګې خيمه کې هم يوې غونډې ته وويل، چې نړيوال بنسټونه د سولې بريالۍ تجربه نه لري او په دې اړه يې د شوروي عسکرو له وتلو وروسته د ډاکټر نجيب الله د حکومت نسکورېدو ته اشاره کړې وه.

کارپوهان وايي، چې غني د يوازېتوب فکر کوي، چې  امریکا به يې په نيمه لاره کې پرېږدي او امريکايي عسکر به په  داسې حال  کې له ا فغانستانه ووځي، چې دی به د  خپل حکومت د ساتلو توان ونه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حکیمي

سلامونه
که امریکایان دتېښتې پرېکړه بدله هم کړی په راتلونکي جګړه یز فصل کې به یې بیرته دتللوهوډ تازه شي
اشرف غني دې نور ځان نه شرموي اونه دې داسوله سبوتاژه وي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x