د اسلام ټولنیز نظام / د نکاح بیان – ولایت

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

ولايت

د نکاح ولي ته ډېر د پام وړ اختیار حاصل دی ترڅو له داسې چا سره نکاح ترسره شي چې هغه یې کف او سیال وي او په راتلونکي کې ورته ستونزې پیدانه شي. د وړوکي هلک او وړې نجلۍ نکاح جواز لري خو چې نکاح یې ولي وکړي، که دا وړه نجلۍ باکره (پیغله) وي او که ثیبه (کونډه)، او ولي عصبه دی، که دوی پلار یا نیکه په نکاح ورکړي وي، بلوغ ته له رسیدلو وروسته دوی ته اختیار نه شته، او که د دوی نکاح له پلار او نیکه څخه پرته بل ولي کړې وي، نو دوی دواړه هر یو اختیار لري که غواړي په نکاح کې دې پاتې شي او که غواړي (نکاح) دې فسخ کړي.

او ولایت (واک) نشته مريي لره، نه واړه لره، نه لیوني لره، او نه کافر لره ولایت شته په مسلمانې ښځې، ابوحنیفه رحمة الله علیه ویلي دي: له عصباتو پرته(چې شتون ونلري) نورو اقاربو ته (لکه خور، مور او خاله) ته د نکاح (ولایت) ورکول جايز دي.

د کومې ښځې چې ولي نه وي، که هغه د هغې مولا (بادار) چې دایې ازاده کړې ده په نکاح ورکړي، جواز لري.

او که نژدې ولي په مُنقَطِعه غیابت باندې غائب شوی وي نو تر ده لرې ولي ته جواز لري چې هغه یې په نکاح ورکړي، او مُنقَطِعه غیابت هغه دی چې په داسې وطن کې وي چې هلته قافلې له يو واره زيات په کال کې نه رسیږي.

شرح:

د ولايت تعريف:

ولايت په لغت کې: امارت او واک ته ويل کيږی.

او د فقهې په اصطلاح کې: د چا له اجازې پرته په یوه کار کې د تصرف قدرت او واک لرلو ته ولایت وایي. همداسې شخص ته ولي وایي.

ولی په لغت کې: د دښمن خلاف دی.

او د فقهې په اصطلاح کې: ولي (هغه نارينه وارث دی چې د ذوی الفروضو په نشتوالي کې ټول مال وړي) هغه بالغ او عاقل عصبه شخص ته ویل کیږي چې په یوه کار کې د تصرف کولو واک او اختیار ورسره وي. او له ولي څخه مراد خپلوان دي.

د ولایت ډولونه:

ولایت په درې ډوله دی: ۱- د نفس ولایت. ۲- د مال ولایت. ۳- د نفس او مال ولایت.

زموږ د بحث موضوع د نفس ولایت دی.

د نفس ولایت په دوه ډوله دی:

۱- د اِجبار ولایت: په بل چا د خبری د قبلولو واک لرل.

د اجبار د ولایت سببونه درې دي: ۱- وړوکوالی.۲ – لیونتوب. ۳- العته (د عقل کموالی)

۲- د اختیار ولایت: د ښځې په نکاح ورکولو کې د ولی حق دی چې د هغې د خوښې او رضا په اساس وي.

په نکاح کې د ولي اختیار:

1. د امام ابوحنیفه او امام ابو یوسف رحمهما الله تعالی په وړاندې عاقله، بالغه او ازاده ښځه د ولي له اجازت څخه پرته خپل ځان په نکاح ورکولای شـي.

د اولياؤ ترتيب:

١- زوی، د زوی زوی، همداسې ښکته.

۲- پلار، نيکه، همداسې پورته.

۳- سکه ورور، د هغه زامن، همداسې ښکته.

۴- سکه تره، د هغه زامن.

۵- د پلار تره، دهغه زامن، بیا د نيکه تره بیا د هغه زامن، همداسې.

له دې وروسته بیا سببي عصبې ته ولایت او واک دی چې هغه ازادونکی دی، له هغه وروسته بیا امام او چارواکی ولي جوړېږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د