د اسلام ټولنیز نظام / د نکاح بیان – مهر

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

مهر

څرنګه چې په نکاح کې خاوند ته د طلاق حق ورکړل شوی او ښځې ته د مهر حق، او د مسلمانانو نکاح بې مهره نه وي، که مسلمان سړی په شرابو یا خنزیر باندې نکاح وکړي نکاح صحيح کیږي او دې لره مهر مثل دی.

که مېرمن یې د مهر له تعیین پرته په نکاح کړه، وروسته دواړو په یو مهر موافقه سره وکړه که کوروالی یی ورسره وکړ او یا ورڅخه مړ شو هماغه (ټاکلی) مهر یې کیږي، او که له کوروالي څخه مخکې یې طلاقه کړي متعه به ورکوي.

که د نکاح له تړلو څخه وروسته مهر ورته زیات کړي پر خاوند باندې لازمیږي، خو که له کوروالي څخه مخکې طلاقه شي زیادت ساقطیږي، اوکه مېرمن خاوند ته په مهرکې کمښت راولي کمښت صحیح کیږي.

که خاوند له مېرمنې سره خلوت وکړي او د کور والي مانع شتون ونلري، بیا هغه طلاقه کړي هغې ته به کامل مهر ورکوي، او ښځه به عدت تیروي، که له دوی څخه کوم یو ناروغ او یاپه رمضان کې روژه وي او یا خو د فرض یا نفل حج او یا د عمرې د احرام په حالت کې وي، او یا مېرمن حایضه وي دغه ډول خلوت ته صحيح خلوت نه ویل کیږي، که مجبوب (چې تناسلي آله یې پرې شوې وي) له خپلې مېرمنې سره خلوت وکړي او بیا هغه طلاقه کړي د امام ابوحنیفه په نزد به پوره مهر ورکوي.

ټولو طلاقو شویو مېرمنو لپاره متعه ورکول مستحب کار دی، مګر یوې طلاقې شوې ښځې ته چې مهر ورته نه وي ټاکل شوی او له دخول څخه پخوا طلاقه شي (ددې لپاره متعه واجب ده).

که سړي خپله لور پدې باندې په نکاح ورکړه چې هغه به ده ته خپله خور او یا لور په نکاح ورکوي او یو عقد (تړون) به د بل لپاره عوض شي دواړه عقدونه روا دي او د هرې یوې لپاره مهر مثل لازمیږي.

ازاد سړي یوه ښځه د یو کال خدمت (چې سړی به يې دې ته تر سره کوي) او یا د قرآن د تعلیم په مقابل کې په نکاح کړه، نو دې لره مهر مثل دی. که غلام له اصيلې سره د خپل بادار په اجازه د هغې د يو کال د خدمت په مقابل کې نکاح وکړي، روا ده.

شرح: حرام توکي که مهر وټاکل شي نو مهر مثل لازمیږي

حرام شیان، لکه: شراب او خنزیرکه مهر وټاکل شي، نکاح صحيح کیږي، خو مهر مثل لازمیږي. ځکه د مسلمان لپاره دا ناروا دي چې حرام توکي د مهر په توګه مېرمنې ته وسپاري.

له عقد وروسته په مهر کې زیادت او کمښت راوستل

د مهر په ټاکنه کې د طرفینو رضایت او موافقه د موضوع اساس جوړوي، خاوند او مېرمن کولای شي وروسته له تړون نه مهر زیات او یا هم کم کړي او پخپله وعده مکلف ګڼل کیږي، دا په هغه صورت کې چې نکاح په خپل حال دوام وکړي، دخول راشي او یا سړی ورڅخه مړ شي، خو که له دخول څخه مخکې طلاق راشي، نو بیا وروستی زياتوالی ساقطيږي او د حط (کموالي) په صورت کې حط اعتبار لري او دغه به نيمايي کيږي.

خلوت صحیحه

ښځه او خاوند چې د زواج له عقد څخه وروسته په داسې ځای کې چې د کوروالي ممانعت شتون ونلري سره یوځای شي خلوت صحیحه بلل کیږي، او د کوروالي په څیر شمیرل کیږي، خو هغه خلوت کې چې شرعي یا طبیعي عذرونه د کوروالي لپاره شتون ولري بیا کوروالی نه بلل کیږي او دا عذرونه عبارت دي له:

۱- ناروغتیا.

۲- د رمضان میاشت روژه.

۳- د فرضي یا نفلي حج احرام.

۴- حیض.

استحبابي متعه

ټولو هغو مېرمنو لپاره چې د مهر له ټاکلو وروسته طلاقې شي د متعې ورکول مستحب دي، خو هغه مېرمنې چې مهر ورته نه وي ټاکل شوی او د کوروالي وړاندې طلاقې شي، دوی ته متعه ورکول واجب دي.

شغار (بدل)

یوه نجلۍ د بلې په مقابل کې ودول پداسې ډول چې یوه د بلې مهر شي بدل بلل کیږي.

د بدل حکم

د اسلام له نظره اصیله مېرمن باید د مهر په توګه د بلې مېرمنې سره تبادله نه شي، کوم اولیاء چې لورګانې له نورو مېرمنو سره تبادله کوي (بدل کوي)، دغه کار سم نه دی، که چېرې کوم ځای کې داسې تړون ترسره شي نکاح سمه ده خو مهر مثل به دواړو مېرمنو ته ورکول کیږي. ځکه مهر د مېرمنې حق دی نه دا چې له دوی نه يوه د بلې لپاره مهر شي.

منافع (ګټې) په مهر کې ورکول

د قرآن او دین زده کړه یا ښځې ته ځان د معلوم وخت لپاره په مزدوری ورسپارل ددې لپاره چې همدا مهر وګڼل شي سم نه دي، او ښځې ته مهر مثل لازمیږي.

کله چې د لیونۍ ښځې پلار او زوی دواړه وي، نو د نکاح ولي يې د ابوحنیفه او ابویوسف په نزد زوی دی، امام محمد وايي د نکاح ولي یې پلار دی.

که په زر درهمه ښځه پدې شرط په نکاح کړي چې هغه به له دې ښاره نه باسي او یا به پر هغې باندې بله مېرمن نه کوي، خاوند که په شرط وفادار پاتي شي د هغې مهر هماغه ټاکل شوی دی او که وفادار پاتې نه شي نو مهر مثل ورباندې لازمیږي.

که ښځه د یوه غیر موصوف حیوان (لکه یو غويی) په بدل کې په نکاح کړي، نکاح درسته ده متوسط حیوان به ورکوي، خاوند اختیار لري چې حیوان ورکوي او که د هغه قیمت.

که مېرمن د غیر موصوفې جامې (لکه یوه جوړه جامې) په بدل کې په نکاح کړي بیا به هغې ته مهر مثل ورکوي.
موقته او د متعې نکاح باطله ده.

د مریي او مینځې نکاح د بادار له اجازې پرته موقوفه ده: که بادار یې اجازه وکړه جایزه ده اوکه یې رد کړه باطله ده، په همدې ډول کومه مېرمن چې د هغې له اجازې پرته په نکاح ورکول شي او یا کوم سړي ته د هغه له اجازې پرته واده وکړل شي( نکاح موقوفه ګرځي).

د تره زوی (چې کله ولي وي) کولای شي چې د تره لور ځان ته په نکاح کړي، که کومه ښځه نارینه ته اختیار ورکړي چې هغه ځان ته په نکاح کړي او هغه د دوه شاهدانو په حضورکې دغه مېرمن ځان ته په نکاح کړي (نکاح) سمه ده.

که (د ښځې) ولي د مهر ضامن شي ضمانت یې صحیح دی، مېرمن اختیار لري چې مهر له خاوند او یا له ولي څخه وغواړي.

که په فاسده نکاح کې مخکې له کوروالي څخه قاضي مېرمن او خاوند سره جلا کړي، د هغې لپاره هیڅ مهر نشته، همدا راز د خلوت څخه وروسته هم (مهر ورته نشته)، که کور والی یې ورسره کړی وي بیا ورته مهر مثل دی، خو د تعیین شوي څخه به نه زیاتیږي، مېرمن به عدت تیروي او د اولاد نسب یې ثابتیږي.

په مهر مثل کې خویندو، عمه ګانو او د تره لورانو ته کتل کیږي، مور او خاله ګانې چې د دې له قوم څخه نه وي نو د هغو مهر ته نه کتل کیږي، په مهر مثل کې اعتبار: د دوو مېرمنو مساوات په عمر، ښایست، پاک لمنۍ، مال، عقل، دین، ښار او زمانې ته ورکول کیږي.

شرح

د لیونۍ د نکاح ولي څوک دی؟

هغه لیونۍ مېرمن چې زوی او پلار دواړه ولري د نکاح د سرپرست په اړه ز موږ د مذهب امامان دوه نظره لري، امام محمد وایي: پلار یي سرپرست دی، ځکه د پلار شفقت د زوی په نسبت زیات دی او دا ولایت په همدې بناء دی.

امام ابوحنیفه او امام ابو یوسف يې سرپرست زوی بولي، ځکه د نکاح ولايت پر عصوبت بنا دی او په پورتني صورت کې زوی عصبه دی، نه پلار.

په مهر باندې د مېرمنې د شرطونو اثر

کومه مېرمن چې په خپل خاوند باندې څه داسې شرطونه کیږدي چې هغه د عقد د غوښتنو سره برابر وي او خاوند پرې عمل وکړي یوډول مهر، او که ورسره د شروطو سره سم و نه چلیږي بیا بل ډ‌ول مهر لازمیږي، چې تفصیل یې داسې دی:

مېرمن کولای شي د نکاح پر مهال داسې شرطونه کیږدي چې هغه د نکاح د غوښتنو سره برابر وي لکه ښځه ووايي: ما به له دې ښار څخه نه وباسئ او یا به بله مېرمن نه په نکاح کوئ، که ددې شرطونو په مقابل کې مهر کم تعین شي او خاوند پر شرط وفا وکړي ټاکلی (مسمی) مهر به ورکوي او که وفا ونکړي بیا به مهر مثل ورکوي.

هر مال مهرکیدای شی

ضروري نده چې مهر به نقدې پیسې وي، کیدای شي چې بل ډول منقول مال لکه حیوانات… او یا غیرمنقول اموال د مهر په توګه وټاکل شي. که په مهر کې غیر معین او غیر موصوف حیوان کیږدي، دا مهر سم دی، او د هغه حیوان له جنسه متوسط ورکول کیږي، دا ځکه چې مهر په نکاح کې له یو پلوه ثانوي درجه لري، او د هغې رشتې په مقابل کې چې له نکاح څخه منځته راځي، اهمیت يې کم دی. او بل دا چې د مېرمنې او خاوند ترمنځ لوريېنې وي، نو منازعې او جنجالونه نه را منځته کوي. خو که کومه ښځه په غير موصوفه جامه په نکاح شي بيا مهر مثل لازميږي. ځکه چې په جامو کې توپير زيات دی، نو د اعلی، اوسط او ادنی معلومول پکې ګران دي، خو د حيواناتو تر منځ دومره توپير نه ليدل کيږي چې شخړه ترې راپيدا شي، نو په دې خاطر د هغوی له جنسه متوسط حيوان لازميږي.

مهر د چا حق دی؟ او له چا څخه یې غوښتلای شي؟

دا خبره باید معلومه وي چې مهر یوازې د مېرمنې حق دی، ولي یې یواځې ضمانت کولای شي، نه دا چې په خپله ګټه یې استعمال کړي، نو هغه يې له خپل سرپرست او یا خاوند څخه په هر وخت کې مطالبه کولای شي.

په فاسده نکاح کې د قاضي تفریق

په فاسده نکاح کې چې کله قاضي د ښځې او خاوند ترمنځ جلا والی راولي، که کوروالی يې سره نه وي کړی، که څه هم خلوت يې سره کړی وي، د هغې لپاره هیڅ مهر نشته.

خو که کوروالی يې سره کړی وي په دې صورت کې به دومره مهر مثل ورکول کیږي چې له تعیین شوي څخه زیات نه شي.

مهر مثل څنګه معلومیدای شي؟

د مهر مثل معلومول به د خویندو، عمه ګانو او د تره لورګانو له مهرونو څخه معلومیږي، او په دې اړه به عمر، ښایست، دین، پاک لمني، مال، عقل، ښار او زمانه په نظرکې نیول کیږي.

مېرمن د خپلې نکاح اختیار بل چاته ورکولای شي که کومه مېرمن د ځان د نکاح اختیار بل شخص ته سپاري، هغه کولای شی دغه کار ترسره کړي، که د پیغلې د تره زوی د هغې ولي و، وروڼه او پلار يې نه وو، نو د تره زوی د دوو شاهدانو په حضور سره هغه ځان ته په نکاح کولای شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد قاسم احمدی
میلمه
محمد قاسم احمدی

دلیل سه دی حواله کومه ده بی دلیل آد بی حواله