دیني، سیرت او تاریخ

د اسلام ټولنیز نظام / د متعې او موقتې نکاح تر منځ توپير

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

د متعې نکاح

تعریف: هغه نکاح چې د متعې په لفظ د ناټاکلې مودې لپاره د ټاکلي مال په مقابل کې تړل شوې وي د متعې نکاح بلل کیږي.

صورت يې دا دی چې سړی داسې ښځې ته چې نکاح کول ورسره روا وي ووايي: زه د دومره مال په مقابل کې یوه موده له تا څخه ګټه اخلم.

حکم

د متعې نکاح د اهل سنتو په نزد باطله ده.

موقته نکاح

تعریف: د ټاکلې مودې لپاره (لکه لس ورځې یا میاشت) د ګواهانو په وړاندې مېرمن په نکاح کول موقته نکاح بلل کیږي.

صورت يې دا دی چې سړی داسې ښځې ته چې نکاح کول ورسره روا وي د ګواهانو په وړاندې ووايي: ما سره د دوه میاشتو يا د يوې ټاکلې مودې لپاره واده وکړه، او هغه يې قبوله کړي، داعيناًٍِ د متعې نکاح ده.

حکم

موقته نکاح د جمهورو علماؤو په نزد پرته له زفر څخه باطله ده، ځکه دا هم د متعې په معنا ده، نو څنګه چې د متعې نکاح باطله ده همداشان دا هم باطله شمیرل کیږي. امام زفر وايي: نکاح صحیح خو شرط باطل دی، ځکه نکاح په باطلو شرطونو باندې نه باطلیږي.

د متعې او موقتې نکاح ترمنځ توپیر

۱- موقته نکاح که د نکاح یا په هغه الفاظو چې نکاح تړل ورباندې جواز لري وتړل شي موقته ده، خو د متعې نکاح فقط د متعې په لفظ تړل کیږي.

۲- په موقته نکاح کې ګواهان وي خو په متعه کې نه وي.

موقوفه نکاح

که څوک ناپوښتل شوي بالغ شخص ته هلک وي او که نجلۍ، نکاح وکړي دا نکاح موقوفه تړل کیږي.

د موقوفې نکاح حکم: موقوفه نکاح د ناپوښتل شوي شخص په اجازې پورې تړلې ده که اجازه يې ورکړه، نکاح نافذه ګرځي، او که رد يې کړه، نکاح له منځه ځي.

نافذه نکاح

د بالغ شخص د ځان لپاره نکاح، د موکل لپاره د وکیل نکاح او د ماشوم لپاره د ولي نکاح نافذه ده.

خو که د ماشومتوب په صورت کې ولي پلار نه وي نو ماشوم ته د بلوغ خیار ثابتیږي چې تفصیل يې راروان دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x