نړۍ

پاکستان: د کېبل ټي وي چېنلونه به د 24 ساعتونو لپاره بند شي

cabel_opratorsنن ټکی آسیا: د کراچي په پرېس کلب کې د کېبل چلوونکو یو تن مدیر خالد آرای ژورنالیستانو ته وویل چې نن د شنبې د ورځي د 12 بجو څخه به په کېبل د پي ټي نه علاوه ټوله نور چېنلونه د 24 ساعتونو لپاره بند کړي.
د څو ورځو راهیسي د جیو نیټورک او د پاکستان پي ټي وي تر منځ د کرکټ ورلډ کپ د نشریاتو په اړه شخړه رامنځته سوې،

جیو وايي چې په پاکستان کې یوازي دوی حق لري چې د کرکیټ ورلډ کپ ټوله لوبي په ژوندی بڼه نشر کړي، او دوی دغه حقوق په یوه ارب روپو باندي رانیولي، مګر پي ټي وی چې بېله مصرفه دغه لوبي نشروي، د جیو نیټورک پر حقوقو تیرۍ کوي، او جیو ته د سخت مالي زیان اړولو سبب ګرځي.
جیو نیټورک په دې اړه د پاکستان ستری محکمې ته درخواست کړی وو، چې پي ټي وي مجبوره کړي، چې دا نشریات بند کړي، او کېبل چلوونکي باید ټول هغه چېنلونه بند کړي، چې ورلډ کپ ښکاره کوي.
ستري محکمې فیصله د جیو نیټورک په حق کې کړی مګر بیا هم کېبل چلوونکو هغه فیصله ونه منله، چې مجبورا د پاکستان د مطبوعاتو د کنټرول ادارې پمیرا د کېبل چلوونکو په ضد کاروايی وکړه او ځینی سامانونه او آلات یې ضبط کړه، چې له امله یې د کېبل چلوونکو د احتجاج لپاره فیصله کړې چې ټوله چېنلونه به د 24 ساعتونو لپاره بنده وي.
بله شخړه د کېبل چلوونکو او د شخصي کانالو تر منځ دا ده چې ځیني چېنلونه غواړي چې ددوی چېنلونه په اول نمبر چېنلو کې راشي، او کېبل والا د هغه لپاره د زیاتو پيسو غوښتنه کوي.

په یوه تازه راپور کې ویل سوي چې د میر پور خاص د کېبل چلوونکي شرکت انډس کېبل اپرېټرز مشر محمد ارباب ویلي چې دوی به د پخوا په شان خپل نشریات جاري وساتي، او دوی د ستري محکمي هره فیصله مني، مګر بیا هم د پاکستان په غټو ښارونو کې به کېبل چېنلونه ځکه کار نه کوي، چې هلته نور شرکتونه په کار بوخت دي.

د یادوني وړ ده چې نن د پاکستان او اسټرالیا تر منځ یوه مهمه لوبه ده چې اکثره پاکستاني عوام ورته د ډېره وخته ورته په انتظار وه، او که نن کېبل اپرېټران چېنلونه بند کړي، نو کیداي سی په عوامي سطحه د احتجاج غټه څپه را پورته سي..

اپډيټ: سونی کېبل والا هم ویلي چې دوی به خپل نشریات جاری وساتي…داسی مالومیږی چې ټوله کېبل چلوونکي د چېنلو د بندلو سره اتفاق نه لری، او یو یو اوس ددې فیصلې په خلاف خپل غبرګون ښکاره کوی، او د نشریات د جاري ساتلو وعده ورکوي..


ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close